|
هنرعبارت د هغه كلتور څخه دى چې په ليدوسره يې د انسان ښكلا خوښونكي احساسات جذبات راويښيږي. يا هر هغه عمل چې د انسان د ښكلا خوښونې احساس راژوندي كړي هنر بلل كيږي. موسيقي د هغه سامان او يا د ساز او سرود د الاتو څخه عبارت دى چې انسان پكې د خپل آواز د زمزمو په شان يا په عرض د زړه پټ رازونه او د مينې انعكاس د هغې د څو پردو او تارونو په خوږو نغمو كې ترنګوي. روان پوهان وايي : د موسيقي هنر د روح غذا ده – د موسيقي د ساز او سرود سره په خواږه اواز غزلې او سندرې اورېدل د انسان احساسات او جذبات راويښيږي تازه كيږي، احساسات او جذبات يې په جوش راځي. د انسان په وجود او په خاص ډول د سر په كاسه كې داسى ريښې او ښكلا خوښونكي جذباتي مواد شته لكه د ماشين د پرزو په شان د انسان وجود د تراژيدي او كوميدي عملونو په صورت كې هيجاني او لړزنده كوي او يو ډول خوښي او خوشحالي او يا غم او غصه حس كوي او حتى بعضي وختونه په خپل سر او غير عادي ډول انسان په حركت(ګډا) راولي. ډېرې داسې د تعجب وړ پېښې شوې دي چې د بعضې خوږو نغمو د اورېدو په صورت كې انسان د خوب او خيال په ټالونو كې زنگوي او يو ډول خوښي حس كوي او د همدي خوږو نغمو په اوريدو سره د خيالونو په وزرونو الوزي او د باغ حرم د ښاپېرو سره په ښكلو او دنګو منظرو كې لوبې او مستي كوي. موسيقي هم په مختلفو ټولنو كې مختلف اقسام لري او هره ټولنه د خپل ذوق او علاقې سره سم ساز او سرود خوښوي او د همدې ساز او سرود او يا د خپلې خوښې اوازونو د زمزمو د كشش(راښكون)په مطابق موسيقي سامان جوړوي او د خپلو دردونو او مينې احساس پكې كوي. بايد وويل شي چې موسيقي كوم ټاكلي بين المللي معيارونه نه لري او هره ټولنه د خپل ذوق او علاقې سره سم هغه معيارونه او حد ټاكي چې ځان ته يې خوښ كړي وي او په هغه ټولنه كې هم فولكلوريكي موسيقي او هم د نوي عصر يا د نوي مود موسيقي شته چې اكثراً د كليو او بانډو خلك فولكلوريكه موسيقي خوښوي او د ښار خلك په خاص ډول ځوانان د نوي عصر موسيقۍ علاقه او مينه لري چې د هرې ټولنې موسيقي په خپل ځاى او ټولنه كې ارزښتونه لري. موسيقي او د هغې تر څنګ په خوږو نغمو او آوازونو كې سندرې او غزلې اورېدل په خپل ذات كې د روحي ناروغيو علاج هم دى. په مجموعي ډول د موسيقي وسايل او په هغې كې مختلفې پردې(كور) لكه : كستوري،عصا بېرمي،جوګ او داسې نورې په موسيقي كې پردې(كورونه)لكه : د سه ستار (۱۳) پردې د انساني آوازونو څخه نقل شويدي او همېشه موسيقي كاران يا موسيقي غږونكي او فنكاران د غزل ويونكي(هنرمند)د آواز سره د خپل د موسيق آلاتو تارونه يا آوازونه په سر يا تنظيموي چې بدون د دې عمل څخه موسيقي خپل ارزښت او خوند د لاسه وركوي او هيڅوك يې نه د آواز څخه خوند اخېستى شى او نه ورسره علاقه ښايي - په دې معنى چې د هنرمند د جګ،ټيټ او يا ډډ آواز سره د موسيقي د آلاتو تارونه او پردې د همغې د آواز د وزن سره برابر تړل يا تنظيميږي. او په همدى ډول د نري،نازك او يا مئين آواز سره د موسيقي آواز هم نرى او مئن برابريږي تر هغو پوري چې د هنرمند او د موسيقي آلاتو د آوازونو زون برابر نه شي نه د هنرمند هنر او آواز خوند لري او نه د موسيقي آلاتو ځنې خوند اخېستى كيږي كه چېري موسيقي آلات په تنهايي سره غږول كيږي حتمى موسيقي غږونكي د ځان سره يوه نغمه يا غزل زمزمه كوي او د دي نغمې او غزلې د آواز(آهنګ)او وزن سره سم د خپل موستقي آلاتو پردې او تارونه برابروي يعنې هماهنګ كوي. د موسيقى څخه د نري او مئين آواز ايستل زړونه زوروي او انساني ښكلا خوښونكي احساسات راژوندي كوي او په مستۍ يې راولې ځكه دا آوازونه د انسان د مئين(نازك او نري آوازونو سره چې اكثراً د ښځو د خولې څخه راوځي مشابهت لري نو ځكه په غزل ويونكو(سندرغاړو)كې خلك زياتره د ښځو آوازونه خوښوي چې په دې عمل او خوښيو كې دوه علتونه پراته دي: ۱ : د ښځو حنجره چې آواز ترېنه راوځي غږيز تارونه يې نري او نازكه دي چې طبعاً د نازكو تارونو څخه نازك آواز راوځي او دا نازك او نرم آواز هر څوك خوښوي او خاص خوند ورځنې اخلي. ۲ : ښځه خپله يو لطيف،نرم او ملايم جنس دى او بيا ورته الله (ج) خاصه ښكلا هم ور په برخه كړې وي او هم مالومه شوېده چې انسان ښكلا خوښونكى احساس هم لري نو د داسې لطيف او د ښكلا ډك جسم او هم د هغې د ملايمې او نازكې حنجري څخه آواز ايستل زړونه د انسان په بدن كې ناطاقته كوي او د هغى د خولې څخه آواز اورېدل هغه هم د غزلو او سندرو په زمزمو او اهنگ په خوند كې پټ،زړونه په لړزه او ټگان راولي او بعضې وختونو كې انسان د كنترول د حالت څخه وباسي او د عشق په نېشو كې يې ډوبوي. دا چې د مينې او محبت اظهار او ښكاره كول اكثراً د موسيقي آلاتو او د هغې تر څنگ د انسان د آوازونو په ذريعه كيږي نو بايد ووايو چې هنر،موسيقي او مينه يو د بل سره نه شليدونكې اړيكې لري او يو د پل په وجود كې په زړه پورې خوند جذبه پيدا كوي چې بدون د دې اړكيو څخه هر يو په خپل ذاتي كې ځانته وچ لرګى بلل كيږي ځكه د موسيقى آلاتو سره چې د انسان اعضاوې تماس ونه كړي د هغوى غږېدل او يا ورڅخه په منظم ډول او په خوند سره آواز ايستل هغه هم په ساز او سرود سره منظم نا ممكن كار دى. انسان كولاى شي د عشق اظهار او ښكاره كول په تنهايى ډول سره د خپل خواږه آواز په ولولو كې وكړي چې هم د خپل د غمونو او دردونو دوا كېداى شي او هم اوريدونكى د هغې د آواز په اورېدو سره په خاص ډول څوك چې د عشق او مينې په خنځير كې بند شوى وي د زړه تڼاكې ماتولاى شي.
|