دسپوږمۍ غورنۍ
سرپاڼه
دسپوږمۍ سرمقاله
کورني خبرونه
انتخابات
سياست، ټولنه، اقتصاد،پوهنه
دسپوږمۍ خبرې اترې
ساه پوهنه او روغتیا
تاريخ
ادبيات
شعرونه اونظمونه
فولکور
ژبپوهنه
دین او مذهب
هیښنده مالومات
کتابونه دریابونه
پيغامونه، لیکونه ، ویناوې
رحمان پېژندنه
مشهورې څېرې
مهم مالومات
اړیکې
دسپوږمۍ تګلاره
انځورونوزېرمتون
دسپوږمۍ همكاران
دافغانستان نوې کابینه
پښتو کې ستونزه لرئ
درې ټوكې او ټكالې چاپ چاري برېښناليک
Monday, 10 August 2009

درې بهادران

ګورۍ خوږو ليدونكو او اوريدونكو! تاسې خو به د بهادر په معنا پوهيږئ. بهادر هغه چاته ويل كيږي چې كومه توره يې كړي وي. كوم سخت كار يې سرته رسولى وي. يا يې د سختو حالاتو مقابله كړي وي. خو تاسې به دا بهادران نه وي ليدلې دا هم وګورئ.

۱ : ياره زه دومره بهادر يم كه زما د بهادرۍ نه خبر شوې كنه ! نو په خپله به ووايې چې بيشكه چې بهادر يې !

۲ : مړه ، ته به لا څه يې كه زما د بهادرۍ نه خبر شوې نو خپله به درنه هيره شي.

۳ : ځئ مړو تاسې به لا څه يې او بهادرۍ به مو څه وي ،نو حق حيران به شئ ګوته په غاښ به شئ. دواړه به پخپله راته ووايئ چې بس پنجه كه ،بس ستا بهادري مو ومنله

۱ : راځئ چې يوه فيصله وكړو دواړه ورته په يو وار وايې ښه وايه

۱ : وايم دا چې لاپې شاپې به پريږدو، هر يو به خپله كارنامه ووايو او فيصله به ليدونكو او اوريدونكو ته پريږدو.

بيا ورته دواړه وايي چې ( سمه ده)

۱ : ما پوره لس كاله په سايبيريا كې تېر كړيدي توپانونو،واورو،او يخنۍ سره مې مقابله كړېده.

لوڅې پښې به په واورو كې ګرځيدم. اى دا لا څه كوې لامبوګانې به مې د واورو په اوبو كې وهلې.

د دې نه نو اوچته بهادرى په دنيا كې شته.

۲ : غلى شه دا لا څه بهادري ده، ما د افريقا په ځنګلونو كې پوره ۱۵ كاله تير  كړيدي ګيدړان،شرمخان او زمريان به مې شاوخواته ګرځيدل . باور وكه كه به مې سترګه ترينه سوځيده، اى دا لا څه كوې چې كله به مې دا ځناور ځغلول هم .ګيدړان،خو به مې هر ورځ ځغلول،خو كله نا كله به مې شرمخان او زمريان هم په مخه كړل،يا ره داسې منډې به يې رانه وهلې چې ياره څه درته ووايم. ټول ځناور به مې له بريتونه ويريدل. كه تاسې ځما غوندې بهادر سړى په دنيا كې ليدلې وي،نو راته وښايى.

۳ : ځۍ ګيدړانو! ستاسې څه بهادري ده زما له بهادرۍ نه ځان خبر كړئ. چې توبې وباسئ..

دواړه ورته په يوه خوله وايې چې(ووايه) چې دا ستا به لا څه بهادري وي چې ځان ترينه خبر كړو.

۳ : ( نو غوږ شئ)

۳ : ما پوره ۲۰ كاله د خپلې كور ودانې سره تير كړيدي. اى نيغ به ورته په مخكې ناست ومه .هيڅ ډار مې نه احساساوه. خو د بهادرۍ خبره دا ده . چې هر څومره به په قهر وه. او د څپلۍ گوزار به يې هم وكړ. نو ما به ورته هيڅ هم نه ويلي په خپله به يې قهر سوړ شو. اوس نو ګرانو ليدونكو او لوستونكو فيصله خو په تاسې باندې ده چې بي انصافي ونه كړئ او ځما بهادرى وستايئ .

 

 

بخيل

گورئ ګرانو ليدونكو او لوستونكو! د بخيل په تعريف خو به تاسې پوهيږئ چې چاته څه نه وركوي خو رنګارنګ بخيلان وي څوك،د پيسو،بخيل څوك د خيرات بخيل خو دا د ميلمه بخيل هم تاسې وګورئ .

ميلمه لومړى كس : د يوه كور دوازه ډبوي ،درې وارې

دويم كس د كور خاوند : د دروازې له ډبولو نه وروسته راووځي. د كور خاوند له ميلمه سره ډيره زړه نا زړه ستړې مشي كوي بيا ورنه ډيره سسته پوښتنه كوې چې ډوډۍ،خو به دې خوړلې وي ،ميلمه ورته وايي چې هو، خو په اصل كې ميلمه ډير وږى وي. د ميلمه خيال دى چې د كور خاوند به راته بيا ست كوي،خو د كور خاوندځان غلي كوي. د كور خاوند ميلمه كورته ننه باسي. نور، نو د خوب وخت رارسيږي . د كور خاوند هم له ده سره په همدي كوټه كې څملي،خو ميلمه ته له لوږي خوب نه ورځي د كور خاوند ته وايي چې راځه چې ټوكي وكړو.

د كور خاوند ورته وايي. چې ښه ده كوه ټوكې. ميلمه ورته وايي چې اول يې ته وكړه . د كور خاوند ورته وايې چې اول يې ته وكړه ځكه چې تا د ټوكو ياده كړيده ميلمه وايي چې ښه.

ميلمه ورته وايي : چې خوله دې داسې ده لكه چې ماته دې په اخلاص ستړي مشي نه وي كړي.

د كور خاوند: پښې دې داسې دي لكه چې بي وخته راغلى يې.

ميلمه: خيټه دې داسې ده لكه زه چې وږي يم

د كور خاوند: غوږونه دې داسې دي لكه چې موږ كره ډوډۍ نه وي

ميلمه : سر دې داسې دى لكه چې زه درنه لاړ شمه . خو خلك به درته بيا بي غيرته بخيل وايي.

د كور خاوند: خوله دې داسې ده كه رښتيا وايي نو ځما بي غيرتي هم قبوله ده.

 

دا ډير بي انصافه دى

په يوه بازار كې يو سړى بل سړې پسې ډير بي دريغه ځغلي.

اخير وروستى سړى مخكې سړى نېسي.له نيولو سره سم يې په وهلو شروع كوي. خلك راځي ورنه خلاصوي يې، د وهونكي نه پوښتنه كوي چې دا خوار ولې وهي؟ د ه څه جرم كړيدى؟

د دې پوښتنې په ځواب كې هغه وويل: ګورئ وروڼو! موږ دواړه شاعران يو. ده خپله غزل ماته واوروله  كله چې زما وار راغـى نو ځما د غزل د اوريدو نه مخكې دې وتښتيد، نو ځكه يې وهم. چې دا ډير بي انصافه دى.


 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکي برېښلیک پته

Designed By: www.spogmai.com
2008© Spogmai.com - All rights reserved
Email:spogmai09@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي

customisable counter