|
دعراق دانتخاباتو ځنډيدل به دامريكا د پوځونو په وتلو اغ |
|
|
|
پخلا
|
|
Sunday, 03 January 2010 |
|
دعراق دانتخاباتو ځنډيدل به دامريكا د پوځونو په وتلو اغيز ونه كړي عراق:په عراق كې د امريكې د پوسټ قومندان (جنرال لوى اوډيرنو) ويلي،چې د دوو مياشتو لپاره د عراق د انتخاباتو ځنډيدل به ددغه هېواد څخه د متحده ايالاتو د محاربوي ځواكونو د وتلو پر پلان كوم تاثير ونه كړي. ټاكل شوې ده چې امريكايي ځواكونه به د راتلونكي اګست مياشت په پاى كې له عراق نه ووځي. جنرال اوډيرنو اسوشيټيډ پريس اژانس ته ويلي، هغوى له عراق نه د وتلو پلان داسې ترتيب كړى ، چې د انتخاباتو د ځنډ موضوع به پرې اغيزه نه كوي، ټاكل شوې وه چې د عراق انتخابات به په روانې مياشت كې ترسره شوي واى خو د انتخاباتو د قانون په اړه د سياسي ډلو ترمنځ اختلافاتو دا پروسه د مارچ اوومې نېټې ته وځنډوله. اورډينو ويلي كه د انتخاباتو وروسته دا هېواد باثباته پاتې شو نو دوى به نوموړى هېواد پريږدي.
|