|
دبى : نږدې ده چې ددبى هسكه ماڼۍ (Dubai Tower)چې دنړۍ تر ټولو لوى برج دى،دوه ورځې وروسته پرانسته وشي ، خو د نوموړى برج نهايي لوړوالى به د پرانستې تروخت اعلان نه شي. د الجزيرې تلويزيون د هغه شركت له چارواكيو څخه چې نوموړى برج يا د نړۍ ترټولو لوى څلى يې جوړ كړى دى ويلي،چې د نړۍ د هسكو څليو نړيوال ريكارډ به مات كړي. د نوموړى څلى د لوړوالى څخه ډير كم خلك مالومات لري، خو كه په دقت سره ووايو د نوموړى څلى لوړوالى د ۸۰۰مترو څخه زيات دى،خوداچې نړۍ په اقتصادي بحران كې راښكېل شوې ده،ونه شو كړاى چې ۱۰۴۴اپارتمانونه يې خرڅ كړاى شي. همدارنګه اداري څانګې چې د نوموړى برج په پورته برخه كې واقع دي له يوسل او څلورشپيتم پوړ څخه پيل كيږي چې دامهال د مشتريانو له خوا اخستل شوي دي. درپوټونو په اساس ويل كيږي چې د نوموړى څلى ټول مالي لګښت يونيم ميليارد اټكل شوى دى . نوموړى څلى په لومړيو پوړونو كې د (ارماني) په نوم يو هوټل لري،چې يوسل او څلورشپېته خونې او صالونونه لري. په يو سل اوڅلورويشتم پوړ كې يو بالكون لري ، چې د نړۍ ترټول ازاد بالكون ګڼل كيږي او د ټولو د استفادې وړ دى. د نوموړى څلى بالكونه د حلزون په بڼه د اسلامي نقشو په اساس جوړ شوي دي. نوموړى برج يو مسجد لري ، چې د نړۍ د لويو مسجدونو څخه ګڼل كيږي او نږدې شپږ سوه متره لوړوالى لري. ديادونې وړ دى، چې د نوموړى څلى پرانسته څو څو ځلې ځنډول شوې ده، خو اوس وخت رارسيدلى دى،چې ګواګې دوه ورځې پس به يې پرانسته وشي.
|