|
دپاكستان شمالي سيمه بيا د بې پيلوټه الوتكو ښكارشوه |
|
|
|
پخلا
|
|
Monday, 04 January 2010 |
|
اسلام اباد: د پاكستان په شمالي سيمه كې د ميزائيلو په تازه حمله كې د يكشنبې په ماښام ناوخته د شمالي وزيرستان په موسكي سيمه كې پنځه كسان ووژل او څو نور يې ټپيان كړل . دسيمې خلك او د پاكستان استخباراتي مامورين وايي،چې د ميزائيلو مرمۍ د بې پېلوټه جاسوسي الوتكو لخوا غورځول شوي دي، چې داځل د يو قبايلي مولانا صادق نور كور او هجره په نښه شوي ول. په نوموړى بريد كې دوه دسيمې ملكي او يو چې د سعودي عربستان سره يې تړاو درلود وژل شوى دى.. د يوې اوونۍ نه په كمه موده كې د شمالي وزيرستان د بې پېلوټو الوتكو دا درېيمه حمله ده. په تيرې حملې كې د طالبانو د يوځايي مشر حاجي عمر د وژل كېدو راپور وركړل شوى وو، چې اوس د هغه پرځاى ولي الرحمان په شمالي وزيرستان كې د طالبانو د مشر په توګه ټاكل شوى دى. په دې وروستيو كې په داسې حال كې چې د پاكستان پوځ په جنوبي وزيرستان كې د وسلوالو طالبانو پرضد عمليات كوي د امريكې جاسوسي الوتكو په شمالي وزيرستان كې خپل بريدونه زيات كړيدي. د سيمې ويونكي وايي امريكه په شمالي وزيرستان كې د سراج الدين دشبكې د ختمولو لپاره بريدونه كوي خوپه ورسيتو عملياتو كې د يادې شوې شبكې دغړيو د وژنې په د پاكستاني چارواكيو لخواڅه نه دي ويل شوي.
|