|
واشنګټن: امريكې خپل سفارت په يمن كې وتاړه |
|
|
|
Administrator
|
|
Monday, 04 January 2010 |
|
واشنګټن : امريكې خپل سفارت په هغه وخت كې چې كله دوى ته ددې معلومات وشوچې د القاعدې ډلې پر صنعاء د حملو لپاره خپله تياري ښودلې ده بند كړ. له بلې خوا (ګون برينان)د امريكې د ولسمشر بارك اوبامامشاور پرون د خبريالانو په وړاندې ويلي،چې امريكه به د القاعدې ډله كه هغه په هر ځاى كې وي تباه كړي او ويلي يې دي،چې دابه زموږ له هغو هڅو څخه چې موږ به يې په راتلونكيو ورځو په يمن ، پاكستان او افغانستان كې ترسره كوو،معلومه شي او كه طالبانو په كوم ځاى كې د پټولو هڅې وكړې نوله موږ څخه به خلاص نه شي. په يمن كې دامريكې د سفارت په اړه (برينان)ويلي،چې موږ په صنعاء كې له خپل سفير (سټيپ ساتچي) سره د القاعده د حملو په اړه دوه ځلې اړيكې نيولې دي ،خو كيداى شي چې په نوموړې حمله كې چې القاعده به يې تر سره كوي زموږ سفارت په نښه كړى وي. برين زياته كړه،چې موږ به د القاعده ډلې د ختمولو لپاره د يمن له حكومت سره هر راز مرستې وكړو. ديادونې وړدى ،چې امريكايي چارواكي به د ګوانتانامو بنديان په راتلونكي كې يمن ته وليږدوي.
|