|
كه د هېواد له هر عمر خوړلي وګړي،پلار ،نيكه او هغوى نه،چې له ناوړه انقلاب وړاندې يې د عسكرۍ د مكلفيت دورې تېرې كړې وپوښتئ،چې په هېواد كې د امنيت د سمولو ،د ځوانانو د روزلو ،د تاوتريخوالي د وركولو او دغه راز د ځوانانو لپاره د بوختيا او كار موندلو او نورو كارونو لپاره بايد څه وشي ؟ له ځنډ پرته به درته ووايي ،چې بايد د ملي پوځ او پوليسود روزلو او پياوړي كولو ترڅنګ دې په هېواد كې د عسكرۍ د مكلفيت دوره يوځل بياپيل شي ،چې هر يو ځوان او د عسكرۍ وړ وګړى د مكلفيت دوره د هېواد د امنيت ،ثبات او په ټوله كې د هېواد او و ګړو د ساتنې لپاره په ښه توګه تر سره كړي .په هېواد كې د تېرو شاهي دورو او بيايې د لومړي جمهوررييس شهيد سردار محمد داود خان د واكمنۍ پرمهال د عسكرۍ دوره هر هغه ځوان ،چې عمر يې له تلس كلنۍ پورته او تر دېرش كلنۍ پورې رسېده د مكلفيت او له دېرش كلنۍ نه تر څلوېښت كلنۍ پورې به يې د احتياط د دورې په توګه عسكري كوله .وروسته د انقلاب په دورو يعنې د كمونسټانو په واكنيوكې هم عسكري په جبري توګه ترسره كېده ،خو د ټاكټر نجيب الله د واكنۍ له نسكورولو وروسته په هېواد كې د عسكرۍ د مكلفيت نظام هم ونړول شو او په ټوليزه توګه يې دې چارې ته د پاى ټكى كېښود ،نو د څوكلنو خونړيو خپلمنځي جګړو په ترڅ كې هېواد نه يوازې د جبري ،مكلفيت او احتياطي دورو ساتونكي عسكر له لاسه وركړل ،بكې د ملي پوځ او پوليسو ځواكونه هم په بشپړه توګه منحل شول او په لړ كې يې د هېواد هره برخه ټوټه ټوټه شوه او پرې سيمه ييزو او زورواكيو قومندانانو واكمني چلوله ،د مركزي حكومت په مخالفت كې ولاړ وو او د مركزي حكومت مزي هم ان په پلازمېنه كابل كې محدود شوي وو ،نو په همدې لړ كې موږ نه يوازې مركزي حكومت نه لاره ،بلكې په هېواد كې مو نه داسې پوځي ځواك لاره ،چې د پرديود لاسوهنو پروړاندې مبارزه وكړي ،تاوتريخوالى ورك كړي ،په ملي روحيه د هېواد او ولس ساتنه وكړي او په لړ كې يې هېواد د امن او ثبات خاوند شي . سره له دې ،چې د اتو كلونو په لړ كې موږ څه ناڅه يولك ملي پوځ او څه كم يولك ملي پوليس لرو ،چې ورسره په همدې شمېره بهرني ځواكونه هم د امنيت او ثبات دندې پرغاړه لري ،خو بياهم لكه ،چې لازمه ده په پوره توګه په هېواد كې امن او ثبات نشته ،د كورنيو او بهرنيو ځواكونو له ډېرښت سره سره ورځ تربلې په هېوادكې امنيت خرابېږي ،پر مركزي حكومت باور كمېږي ،په ولس كې ستونزي راپورته كېږي ،وګړي بيكاره كېږي ،د مكلفيت او نور دورو د عسكرۍ وړ وګړي د بېكارۍ له امله بهرنيو هېوادونو ته په ناقانونه توګه ځي ،له وسله والو مخالفينو سره يوكېږي او په دې ډول د مكلفيت د عسكرۍ پر ځاى نور هغه كارونه ترسره كوي ،چې نه د هېواد او نه هم د ولس په درد خوري ،بلكې لاملي ګټو ته زيانونه اړوي او په لړ كې يې ناامني ،بې كاري او ګڼې نورې سترونزې ډېرېږي . د عسكرۍ د دورو غوښتنې له نېكه مرغه ان اوس تر جمهور رييس پورې رسېدلې دي ،كله ،چې د تېرې شنبې په ورځ حامد كرزى له كورنيو او بهريو امنيتي مشرانو سره هلمند ته لاړ ،نو هلته ګڼو وګړو ترې د مكلفيت د عسكرۍ د بياپيلولو غوښتنې وكړې ،ده هم ژمنه وكړه ،چې د لندن له غونډې وروسته ،چې د افغانستان لپاره د نړيوالو مرستو د راجلبولو په موخه جوړېږي ،دسولې او له مخالفينو سره د خبرو او پخلاينې په لويه جرګه كې به د عسكرۍ د مكلفيت په اړه هم پرېكړه وكړي . موږ د ښاغلي كرزي د دغه پلان هر كلى كوو او هيله ده ،چې د هېواد استازي په لويه جرګه كې د هېواد امنيت ،ثبات او دغه راز د هېواد والو د بوختيالپاره د عسكرۍ دمكلفيت د دورو د بياپلولو په اړه پرېكړه وكړي او له ځنډ پرته په هېواد كې د عسكرۍ دورې يوځل بياپيل شي . د ليكوال نورې ليكنې : په پوځي چارو كې همغږي د امنيتي ځواكونو ځنډ نه منونكې دنده · د سولې اړتيااو د مشرانو مسووليت · بيايې هم ولسي وګړي وژلي · د بهرنيو ځواكونو په نه شتون كې د دولت مسووليت · پارلماني ټاكنې افغاني بهيردى،بايدنړيوال يې ومني · داداري فساد په مخنيوي كې دولس سترمسووليت · يو سل او لس ګوندونه ! · دكورنيو ځواكونو روزل د ټولو پرګټه دي · دملي ګټوپربنسټ دې دولت جوړ او پياوړى شي · سعودي عربستان دې له خپلې اغېزې كار واخلي · له فساد سره مبارزه نوي پړاوته ننوته · دسولې لپاره بايد له پراخ ملاتړه ګټه پورته شي · انساني قاچاق مخه نيول ضروري دي · په لوړه كچه د فساد ريښې را برسېره كېږي · دناټو راروان ځواكونه دې له افغان حكومت سره همغږي وي!
|