دسپوږمۍ غورنۍ
سرپاڼه
دسپوږمۍ سرمقاله
کورني خبرونه
انتخابات
سياست، ټولنه، اقتصاد،پوهنه
دسپوږمۍ خبرې اترې
ساه پوهنه او روغتیا
تاريخ
ادبيات
شعرونه اونظمونه
فولکور
ژبپوهنه
دین او مذهب
هیښنده مالومات
کتابونه دریابونه
پيغامونه، لیکونه ، ویناوې
رحمان پېژندنه
مشهورې څېرې
مهم مالومات
اړیکې
دسپوږمۍ تګلاره
انځورونوزېرمتون
دسپوږمۍ همكاران
دافغانستان نوې کابینه
پښتو کې ستونزه لرئ
د مامورانو له توپيره ډك معاشونه چاپ چاري برېښناليک
سپوږمۍ   
Wednesday, 06 January 2010

شورو (چارشنبه)،۶ ۱ – ۲۰۱۰ ز = ۱۶– ۱۰– ۱۳۸۸ ل ل :
په افغانستان كې د اداري درغليو په رامنځته كېدوكې يوستر لامل دمامورانو تر منځ د معاشونو لوى تفاوت دى. يو دولتي ماموردوه نيم زره افغانۍ معاش اخلي  خو په مقابل كې يې ديوې اينجي او ټيټ پوړى مامورته په سلګونو ډالر معاش وركول كيږي.يومامورچې شل پنځه ويشت كاله يې كاركړى وي،هغه ددولت په معاش د ژوند لومړنۍ اسانتياوې نشي برابرولاى خو په مقابل كې يې داينجي او نوى كارګر په څو مياشتوكې بلډنګ ابادولاى شي....

همداشان د دولت په مامورانوكې دسوپرسكېل، ۹۳ كوډ، متخصص اونورو بيلابېلومعاشونواوامتيازونو ځانځاني رامنځته كړې ده. يو لوړ پوړي  مامور ته  لسګونه زره افغانۍ امتياز وركول كيږي خو عادي مامور ته په كال كې د اختر په ورځ هم زر افغانۍ وركول ګران برېښي.

د ې ډول توپيري معاشونودمامورانو ترمنځ تربګنۍ زياتې كړي،د لږ معاش والا مامور د لوړ معاش والا له مامور سره په سخته همكاري كوي اوځان ورته چندان مسوول نه بولي.

په تېروڅوكلونواودخارجيانو لخوا خارجيانواوځينو افغانو كارمندانو ته دبې حسابه معاشونو وركولو ډېرې بې باروۍ رامنځته كړي دي.ليدل شوي دي،چې له ځينو هېوادونو څخه بې كاره خارجي وګړي افغانستان ته د متخصص او كارپوه  په توګه راوستل شوي اودلته ورته د افغانانومرستې دمعاش په نامه وېشل شوي دي.ويل كيږي چې دغو كسانو ته په خپلو هېوادونوكې كارنه پيدا كيږي خو په افغانستان كې ورته په زرګونه ډالر معاشونه تړل شوي دي .

په هرحال په هېواد كې د معاشونو بې كچه توپير ډېرې ستونزې پيدا كړي، دسيالۍ او شريكۍ له وجې ماموران اړ شوي، چې د خپل رسمي ماموريت ترڅنګ رشوت ته هم لاس واچوي او له دغې لارې خپل ځانونه له هغو چارواكو سره چې لوړ معاشونه او امتيازونه اخلي، دسيالۍ جوګه كړي.

هيله ده، چې په دې اړه به افغان حكومت كوټلي ګامونه واخلي او په هېواد اكې به دمعاشونو او امتيازونوپه برخه كې رغنده هلې ځلې وكړي.او په هېواد كې به دغه وړ تباه كوونكي  توپيرونه له منځه يوسي او د اينجي او ګانو  او دولتي مامورانو  ترمنځ به دغه  واټن رالنډ كړي او دې توپير ته به د پاى ټكى كېښودل شي!

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکي برېښلیک پته

Designed By: www.spogmai.com
2008© Spogmai.com - All rights reserved
Email:spogmai09@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي

customisable counter