دسپوږمۍ غورنۍ
سرپاڼه
دسپوږمۍ سرمقاله
کورني خبرونه
انتخابات
سياست، ټولنه، اقتصاد،پوهنه
دسپوږمۍ خبرې اترې
ساه پوهنه او روغتیا
تاريخ
ادبيات
شعرونه اونظمونه
فولکور
ژبپوهنه
دین او مذهب
هیښنده مالومات
کتابونه دریابونه
پيغامونه، لیکونه ، ویناوې
رحمان پېژندنه
مشهورې څېرې
مهم مالومات
اړیکې
دسپوږمۍ تګلاره
انځورونوزېرمتون
دسپوږمۍ همكاران
دافغانستان نوې کابینه
پښتو کې ستونزه لرئ
سپينې ماڼۍ ته د بې بللو ميلمنو ورتګ(پخلا) چاپ چاري برېښناليک
پخلا   
Wednesday, 06 January 2010

سپينه ماڼۍ:د امريكې امنيتي چارواكيو معلومه كړه، چې درې تنه سپينې ماڼۍ ته د هغه ماښامانۍ ډوډۍ لپاره چې د هندوستان د لومړى وزير (من موهن سنګ) لپاره تياره شوې وه بې بلنې ورغلل.

روپوټونه وايي،چې يو له هغوى څخه امريكايي دى خو د هغه مشغولتيا لاتراوسه نه ده معلومه شوې او د هندي پلاوى سره سپينې ماڼۍ ته رسيدلى وو.

د نوموړې ماښامانۍ ډوډۍ په دوران كې (طارق او ميكيلا صلاحي) ښځې او ميړه هم وكولاى شول، چې سپينې ماڼۍ ته بې د بلنې څخه داخل شي او مخكې له دې چې ولسمشر باراك اوباما خوړن ځاى ته لاړ شي طارق او د هغې ميرمنې له ولسمشر سره په خپله خونه كې وليدل خو په خوړن ځاى كې هغوى ونه ليدل شول.

پس له دې هغوى دواړه له سپينې ماڼۍ څخه بې له دې چې په سپينه ماڼۍ كې ډوډۍ وخوري ووتل.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې طارق او د هغه ميرمن د نوموړى ميلمستيا اتلان وبلل ، خو له بلې خوا د سپينې ماڼۍ امنيتي چارواكي وايي چې ددوى نومونه په هغه لست كې چې د ميلمستيا لپاره تيار شوى وو موجود نه وو.

ومن ناحيتهما، قال الزوجان مطلع الأسبوع الماضي انهما لم يقتحما الحفل وانهما كانا مدعوين، وقال طارق لقناة “أن بي سي”الأميركية” انه حزين لطريقة تعاطي الإعلام الأميركي مع قصته وزوجته واعتبر ما حصل أسوأ شيء في حياتها وقد دمر صيتهما تماما.

له بلې خوا هغوى دواړو دا ادعا رد كړې او ويلي يې دي چې هغوى دعوت كړى شوى ول او له NBCسره په يوه ناسته كې طارق ويلي چې په نوموړې پيښې سره چې رسنيو په كومه بڼه خپره كړې د دوى ژوند ته صدمه رسولې ده.

روپوټونه وايي چې طارق د (Polo) د لوبې غوره لوبغاړى دي چې د بريتانيې د ملكي كورنۍ سره يې هم لوبې ترسره كړې دي.

همدارنګه ورځپاڼه د ميكيلا صلاحي په اړه وايي،چې ميكيلا صلاحي د ورجينيا د ولايت څخه ده اود واشنګټن په تلويزيوني خپرونه كې د (حقيقي ښځې او ميړه) په نوم يو پروګرام پرمخ بيايي.

روپوټونه وايي چې دسپينې ماڼۍ دامنيتې ډلې امنيتي مسؤل وايي چې هغوى دواړه دنورو ميلمنو په شان د امنيتي كړيو ترڅارنې لاندې سپينې ماڼۍ ته ننوتلي.

 

ديادونې وړده،چې نوموړې ماښامانۍ ډوډۍ ته چې په سپينې ماڼۍ كې ولسمشر باراك اوباما د من موهنګ سينګ لپاره تياره كړې وه نږدې درې سوه  ميلمانه راغلي ول.

طارق صلاحي په واشنګټن كې زيږدلى دى او له اصله فلسطيني دى او د پلار په شان په واشنګټن كې د شرابو د جوړولو لويه فابريكه لري،چې په نړۍ كې د مشهورو فابريكو څخه ګڼل كيږي.

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکي برېښلیک پته

Designed By: www.spogmai.com
2008© Spogmai.com - All rights reserved
Email:spogmai09@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي

customisable counter