|
كابل:د افغانستان د ولسمشر حامدكرزي د مطبوعاتي دفتر په يوه خبر پاڼه كې راغلي چې دبغلان ولایت یو شمېر دیني عالمانو، مشرانو او مخورو دافغانستان داسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې په دغه ولایت کې دامنیت دلا ټینګښت او دبیا رغونې بهیر ته دپاملرنې غوښتنه وکړه. پاڼه كې ويل شوي “په دغه کتنه کې چې دسې شنبې په ورځ دجمهوري ریاست په ماڼۍ کې ترسره شوه، ملاولي، شمس الدین او ملک احمد نیکزاد ددیني عالمانو او مخورو په استازیتوب او دبغلان دنساجي فابریکې کارګرانو مستري محمد علي او محمد یونس ددغې فابریکې دکارګرانو په استازیتوب خبرې وکړې، ددغه ولایت دخلکو ستونزې او غوښتنې یې مطرح کړې. هغوی دبغلان په ولایت کې دامنیت دلاټینګښت او دتاله او برفک په ولسوالۍ او دولسوالیو او مرکز ترمنځ دغزیدلو سړکونو دامنیت دټینګښت غوښتنه وکړه.” خبرپاڼه كې راغلي “هغوی همداراز دهغو کورونو چې دنساجۍ فابریکې کارګران پکې اوسیږي دقبالې داجراکولو، دبغلان دپیښې دشهیدانو کورنیو ته دځمکې دوېش، دتاله او برفک – او دوشي، ددهنه غوري او اندراب دسړکونو دجوړولو او بیارغونې غوښتنه وکړه. په دغه کتنه کې دبغلان مشرانو او مخورو له هغو پروژو څخه چې په دغه ولایت کې داجرا په حال کې دي په قدردانۍ سره یادونه وکړه، وې ویل : ددغه ولایت خلک غواړي چې په دغه ولایت کې یو روغتون جوړ او دتاله او برفک ولسوالۍکی دنجونو ښوونځی ورغول شي او همداراز ددوشي په سیمه کې دسالنګ دسیند څنډې ټینګښت ومومي. همداراز هغوی دولایتي شورا ګانو دانتخاباتو په اړه دانتخاباتو د شکایتونو دڅیړنې دکمیسیون له پریکړې څخه نا رضایتي څرګنده کړه او دهغودنتیجو دبیا څیړنې غوښتنه یې وکړه.” په مطبوعاتي پاڼه كې زياته شوې “دهېواد جمهوررئیس دبغلان ولایت ددیني عالمانو، مشرانو او مخورو د ستونزو اوغوښتنو له اوریدو وروسته، دامنیت ټینګښت دحکومت له کاري لومړیتوبونو څخه وګاڼه او ژمنه یې وکړه چې په دې اړه به په پرله پسې توګه هڅې وکړي. حامدکرزي دنساجۍ فابریکې دکارګرانو دکورونو دقبالې داجرا کولو او دبغلان دپیښې دشهیدانو کورنیو ته دځمکې دویش په اړه وویل چې ډیر ژربه دغه ستونزه حل او دبغلان ولایت دولسوالیو او مرکزترمنځ دغزیدلو سړکونو درغونې او بیارغونې چارې به هم په تدریجي ډول ترسره شي.”
|