|
د ولسي جرګې غړو د كار دوام ملي مصلحت بللى |
|
|
|
زيارمل
|
|
Wednesday, 06 January 2010 |
|
د افغانستان د ولسي جرګې په يوه خبر پاڼه كې چې پرون يې پر ويبپاڼه خپره شوې راغلي چې ولسي جرګې له پراخو اوهر اړخيزو بحثونو وروسته تصميم ونيو، چې غړي به يې د درو ورځو لپاره رخصت او دشنبې په ورځ دمرغومي پر۱۹مه به بيرته خپل كار ته دوام وركړي. په خبرپاڼه كې راغلي “په غونډه كې، چې دمحمديونس قانوني په رياست جوړه شوې وه،دولسي جرګې د كار ددوام په اړه د جمهوري رياست دوروستي فرمان په اړه بحث وشو. په غونډه كې يوشمير وكيلانو درخصتيو په ورځو كې دولسي جرګې دكار دوام ملي مصلحت اود جمهور رئيس واك وباله،دحكومت له لوري د حكومت دغړيو دمعرفي كيدو غوښتونكي شول.” ويل كيږي چې ولسمشر به د شنبې تر ورځې پور ولسي جرګې ته د كابينې ځينې غړي وړانديز كړي.
|