دسپوږمۍ غورنۍ
سرپاڼه
دسپوږمۍ سرمقاله
کورني خبرونه
انتخابات
سياست، ټولنه، اقتصاد،پوهنه
دسپوږمۍ خبرې اترې
ساه پوهنه او روغتیا
تاريخ
ادبيات
شعرونه اونظمونه
فولکور
ژبپوهنه
دین او مذهب
هیښنده مالومات
کتابونه دریابونه
پيغامونه، لیکونه ، ویناوې
رحمان پېژندنه
مشهورې څېرې
مهم مالومات
اړیکې
دسپوږمۍ تګلاره
انځورونوزېرمتون
دسپوږمۍ همكاران
دافغانستان نوې کابینه
پښتو کې ستونزه لرئ
سي آی اې: استخباراتي ملګري جدي کار نه کوي چاپ چاري برېښناليک
بي بي سي   
Wednesday, 06 January 2010

په افغانستان کې دامريکايي پوځي استخباراتو مشر په دغه هيواد کې د استخباراتي کارکوونکو د ناکامۍ په هکله يو سخت رپوټ خپور کړى دى.

په يوه غيرعادي او لوڅ سند کې تورن جنرال مېشايل فلاين وايي، په افغانستان کې امريکايي استخباراتي دستگاه د هغه چاپېريال په هکله بنسټيزو پوښتنو ته ځواب نه شي ويلاى چې امريکايي ځواکونه عمليات په کې کوي او هڅه کوي چې خلک هم خوندي وي.

په دې حساب دى وايي د پريکړو په بهير کې هغه اړين معلومات نشته چې د هغوى په کارولو د حکومت مخالفو پر ضد بريالي ځوابي عمليات ترسره شي.

دغه رپوټ د سپټمبر د يوولسمې د کميسيون د غړي او په افغانستان کې د سي اى اې د پخواني مشر مايک هورلې لخوا رد شوى دى. هغه وايي چې د سي اى اې تمرکز پر دې و چې څنگه کېداى شي د غليم مشران سخت وڅارل شي.

نوموړي ويلي که څه هم افغانستان کې د دوی دنده سخت زيار ته اړتيا لري، خو په وينا يې استخباراتي ملګري يې په خپل کار کې په جدي توګه کار نه کوي .

د دغه امريکايي جنرال خبرې"د امريکا د نوي امنيتي " څېړنو په يوه مرکز کې هم خپرې شوې، چې پکې ويل شوي.

په څېړنه کې راغلي چې "د امريکا د استخباراتي اداره او سيمه ييز مامورين پر سيمه ييزه اقتصادي وضعه سترګې پټوي او له سيمه ييزو خلکو سره سمه اړيکه نه نيسي ."

په رپوټ کې راغلي چې يوه افسر د امريکا متحده ايالتونو ته د "ناپوهۍ" خطاب کړی، چې د افغانستان په وضعيت ځانونه سم نه پوهوي .

د نوموړي له خولې دا هم ويل شوي چې د سي آی اې مامورين د افغانستان په اړه ډېر مالومات نه لري .

ښاغلي فلاين ويلي "له اتو کلونو وروسته افغانستان کې د امريکا استخباراتي ادارې چندانې لاسته راوړنې نه دی لرلې، او هلته يې د يوه ستر ماموريت ترڅنګ څرنګه چې لازم وو، هومره کار نه دی کړی ."

نوموړي ويلي هلته بايد د القاعدې ډلې په اړه د استخباراتي مالوماتو راټولولو تګلاره بدله شي .

درې ګونی جاسوس

بل خوا تېره ورځ په امريکا کې خپرو شويو رپوټونو ويلي وو هغه ځانمرګی بريد کوونکی چې تېره اوونۍ يې خوست ولايت کې د سي آی اې په يوه اډه کې اته کسان ووژل، د القاعدې يو درې ګونی اجنټ و .

نوموړي امريکايي او اردني استخباراتي ادارې په داسې شکل تېرايستلې وې، چې ګني دوی ته فعاليت کوي .

همام خليل البلوي اته دېرش کلن اردنی ډاکټر و، چې په ترکيه کې يې طب لوستی و .

نوموړی تېر کال د اردن د استخباراتي ادارې لخوا نيول شوی و چې بيا وروسته يې د امريکا استخباراتي ادارې سي آی اې ته وسپاره .

سرچينه: پښتو ټكى كام

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکي برېښلیک پته

Designed By: www.spogmai.com
2008© Spogmai.com - All rights reserved
Email:spogmai09@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي

customisable counter