دسپوږمۍ غورنۍ
سرپاڼه
دسپوږمۍ سرمقاله
کورني خبرونه
انتخابات
سياست، ټولنه، اقتصاد،پوهنه
دسپوږمۍ خبرې اترې
ساه پوهنه او روغتیا
تاريخ
ادبيات
شعرونه اونظمونه
فولکور
ژبپوهنه
دین او مذهب
هیښنده مالومات
کتابونه دریابونه
پيغامونه، لیکونه ، ویناوې
رحمان پېژندنه
مشهورې څېرې
مهم مالومات
اړیکې
دسپوږمۍ تګلاره
انځورونوزېرمتون
دسپوږمۍ همكاران
دافغانستان نوې کابینه
پښتو کې ستونزه لرئ
پكتيكا: ۴ تنه ددولت مخالفان نيول شوي چاپ چاري برېښناليک
فریدالله ظاهر ـ خوست   
Wednesday, 06 January 2010

په پکتيکا ولايت کې دطالبانو ديوقومندان په ګډون څلورکسان نيول شوي دپکتيکا ځايي چارواکي وايي چې کسان دګډو ځواکو په عملياتو کې نيول شوي، بل خوا په پکتياولايت کې په دوه زره اړو کورنيو باندې دژمنيو مرستو ويشلو لړۍ پيل شوه.

دغه عملیات تېره شپه دپکتیکا ولایت په  يحياخېلو ولسوالۍ کې ترسره شوي دپکتيکاوالي وياند محلص افغان دټيلفون په کرښه سباټلوېزیون ته وويل چې دغه عملیات افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډه ترسره کړي.

دافغان په وینادعملياتوپه ترڅ کې دطالبانو ديوځايي قومندان مولوي محمدايوب په ګډون څلور طالبان  نيول شوي دي.

خو وسلو طالبانويې تراوسه پدې اړه څه نه دي ويلي چې نیول شوي کسان ددوې پلويان دي او که یا ملکي وګړي.

دا پداسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم په دغه ولايت کې دورته عملياتو پرمهال ديوشمير وسلوالو طالبانو دنيول کېدو خبر ورکړل شوي وو.

بل خوادپکتيا ولايت ځایي چارواکي وایي چې پدې ولایت کې یې په دوه زرو کورنيود ژمنیواو سون توکو دويشلو لړۍ پيل  کړه.

دپکتیا ولايت داداري چارو رئيس قاضي طارق  وايي چې دپکتياولايت ديارلسو ولسواليو په اړو او غریبو خلکو باندې ژمنۍ جامې، کمبلې او دسون لپاره  مواد  وېشل کیږي  اودالړۍ به نژدې شل ورځې دوام وکړي.

طارق زياته کړه يادې شوې مرستې د جي، ټي .زيډ ، اې ،او،ايم اودUnhcer مرستندويه   موسسولخوا ورکړل شوي دي.

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکي برېښلیک پته

Designed By: www.spogmai.com
2008© Spogmai.com - All rights reserved
Email:spogmai09@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي

customisable counter