|
تخار :يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول |
|
|
|
اوښكه
|
|
Wednesday, 06 January 2010 |
|
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر رسنيوته خبر ورکړى پوليسو د رستاق په زاړه ښار کې ديو کور د لټونې په وخت کې درې ميله ډول ډول وسلې، يو کلاشينکوف، اووه ماينونه او يوه اندازه مهمات ترلاسه کړل. د قضيې دعاملينو په اړوند څه نه دي ويل شوي خو د پوليسو مسوولين په دې باور دي چې دغه وسلې اومهمات دتروريستي فعاليتونو په مقصدپټ کړل شوي وو. دکورنيوچارو وزارت دمطبوعاتي دفتر ديوبل خبرله مخې،پوليسوپه تېرو٢٤ ساعتو کې څلورماينونه چې د خوست او اورزګان په ولايتونوکې دورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي وو، ترلاسه کړي دي .
|