|
په پکتيا کې يوامريکاىى عېسوي مسلمان شو |
|
|
|
ساحل منګل
|
|
Wednesday, 06 January 2010 |
|
دغه امريکايى چې دېرش کاله عمرلري دامريکې دجورګ ايالت اوسېدونکی دی،چې نن ورځ دشهادت کلمې په ويلوسره مسلمان شو. دغه ځوان له نهومياشتوراهيسې دپکتيا ولايت مرکز ګردېزکې دامريکاپه يوه نظامي اډه کې دانجينرۍ دنده لري . دی وايي چې له دېارلس کلنۍ راپدېخوا يې داسلام او دمسلمانېدو په اړه فکر کاو چې بالاخره يې داسلام دين دنورو مذهبونوپه پرتله غوره وباله اومسلمان شو. دی وايي چې زه به هڅه کوم چې دخپلې کورنۍ په ګډډون به نورعيسويان هم د اسلام دين راوبلم. دامريکايي اډې کې يوتن ژباړن مسلم پکتياوال دده په اړه وايي چې ده دڅو مياشتو راهيسې يې داسلامي مسلو په اړه له دوی څخه مالومات غوښتل اوهر وخت به يې دمسلمانېدو خبرې کولې. دغه ځوان پخوانی نوم (جېروم کېډې) وچې اوس دحبيب الله نوم ورباندې کېښودل شو. دپام وړده چې په تېرواتوکلونوکې دبهرنيو ځواکونو په اډوکې زيات شمېر دنورومذهبونو پيروان مسلمان شوي اويوه مياشت وړاندې هم دخوست په ولايت کې هم يوعيسوي مسلمان شوی وو.
|