|
د ماشوم د ادبياتو موخې(رفيع الله نيازى) |
|
|
|
رفيع الله نيازی
|
|
Wednesday, 06 January 2010 |
|
په ټوله کې ادبيات د بشري ژوندانه د سمون، ښېرازۍ، جوړښت او د راتلونکې لپاره د يو باهدفه او با مقصده انسان په توګه ژوند کولو لپاره پنځول کيږي. ماشومان هم چې د بشري ژوند له کاروان سره تړلي، د سباني ژوند او انساني ټولنې اداره کوونکي دي ، نو هغه ادبيات چې د پوهانو او ليکوالو له اړخه د دوى لپاره رامنځته کيږي د يو لړ ټاکلو او مقصد لرونکو موخو په پام کې نيولو سره رامنځته کيږي، چې ماشومان له ماشومتوبه وروسته له هغو موخو او مقصدونو سره مخامخېږي ، هغه موخې په لاندې ډول دي : • په ماشومانو کې د ازادې مطالعې شوق ، ذوق او لېوالتيا پيدا کول . • کوچنيانو ته د خپل ځان په اړه سم معلومات ورکول ، چې زه څوک يم ، چا پيدا کړى يم ، د کوم مقصد لپاره پيداشوى يم او په کوم لور به ځم؟ • ماشومانو ته د طبيعت په اړه سم او بشپړ معلومات ورکول. • د الله (ج) د مخلوقاتو له ډلې د حيواناتو په اړه ورته پوهه او معلومات ورکول . • په نړۍ کې د تېر شوي ژوند د تاريخي پېښو په اړه معلومات ورکول . • د نړۍ پېژندل او په اړه يې معلومات ورکول . • د ژوندانه له بېلابېلو چارو سره د کوچنيانو اشنا کول . • ماشومانو ته د روغتيا په اړه پوهه ورکول . • کمکيانو ته د فکري ودې او بلوغ لارې چارې ور ښودل . • د کوچنيانو ذهني استعدادونه غوړول او ورته وده ورکول . • له زده کوونکو سره د زده کړو په پرمختګ کې مرسته کول . • د نورو درسونو په څنګ کې له زده کوونکو سره مرسته کول . • د درسي کتابونو د نشتوالي يا کموالي په جبرانولو کې د ماشومانولاس نيوی کول . • ماشومانو ته د تفريح زمينه مساعدول . • له وزګار وخت څخه ګټه اخيستل . • له پراخې نړۍ او په کې له بېلابېلو بشري فرهنګونو سره اشنا کول . • له ښوونکو سره د ښوونې او روزنې په برخه کې مرسته کول، چې که زده کوونکي تفريحي يا بل ډول کتابونه ولولي، معلومات تر لاسه کړي او په نورو څا نګو کې پرمختګ وکړي . • په زده کړه او د ملي ژبې په يادولو کې له ماشومانو سره مرسته کوي . • په کوچنيانو کې د ويلو، لوستلو ذوق او هنر پياوړی کول . • په غير مستقيم ډول له دنيا او خپل چاپېريال سره د ماشومانو اشنا کول . • ماشومانو ته اخلاقي لارښوونې ښوول، پرته له دې چې زور، هڅونې او تنبيې ته اړشو. • په ماشومانو کې د ريښتينې او صميمي ټولنيزې مرستې علاقه پيداکول او وده ورکول . • له ديني او مذهبي امورو سره اشنايي پيدا کول . • په ټولنه کې د يو فعال او با هدفه انسان په توګه ژوند کول . • د ښه او بد، ښايسته او بدرنګ په اړه بشپړ انځور ورکول . د روسيې وتلى ليکوال ماکسيم ګورګي په دې اړه ځينو نورو برخو ته هم اشاره کوي:" کېداى شي ماشومان د خپلو پلرونو په نسبت د نوې نړۍ بنسټ ايښودونکي واوسي، موږ دنده لرو چې له همدغه ماشومتوب څخه ماشومان د ژوندانه له پخواني ډول او د هغې د ارتجاعي اغېزو په وړاندې يې د علم په ټول ځواک سره غښتلي او سمنبال کړو ، بايد هڅه وکړو چې غوره ليکوالان او هنر مندان داسې کتابونه او مجموعې موږ ته برابرې کړې، چې په بېلابېلو ملتونو پورې ځانګړي وي، د دوی کتاب کولى شي دملي ادابواو دودونو د تکامل په سير کې بدلون رامنځته کړي ، داسې تصور بايد ونکړو چې د ماشومانو ټول کتابونه فقط يو موټي معلومات نه وي، دا کتابونه بايد وچ او درسي بڼه ونه لري، ژبه يې بايد هنري، تصويري، او ډېره غني وي ، موږ هغو تفريحي کتابونو ته اړتيا لرو، چې په ماشومانو کې د طنز او شوخۍ قوه وروزي، اړتيا لرو چې نوي او خندوونکي شخصيتونه رامنځته کړي ، چې د ماشومانو د کتابونو اتلان شي، ماشومان له ښوونځي څخه د مخکې دورې لپاره ساده او هنرمندانه اشعارو ته اړتيا لري، چې د دوى د لوبو وسيله وګرځي . د ننيو استاذانو د شعرونو تر څنګ د ماشومانو کتاب بايد د ملي اشعارو هم يوه ښه بېلګه وي".1 ١ _ القرايي، ډاکټرصادق سلطان، ادبيات کودکان و نو جوانا باهويت فرهنګي، انتشارات دردانه، ۱۳۸۴ کال، ۳۶ مخ.
|