|
په خوست ولایت کې ددولت لخواپرخلکودکارپه بدل کې د خوراکي توکو ویشل پای ته ورسېدل دا دخوراکي توکومرستې دخوست دکلیوپراختیا ریاست په چوکاټ کې پرهغوکورنیو وېشل کیدې کوم چې یې په خپلوسیمو کې دعامه ځایونوپه صافه کولواویا جوړه ولوکې برخه اخلي. ددې ریاست مسوولین وایي چې پدې پروګرام کې سلګونه کسانوته دکار کولو زمینه هم برابره شوې وه. دغه مرستې چې (دوه زره نهه سوه) ټنوته رسیدې اوداړتیا وړخوراکي توکي پکې وو. د خوست ولایت دکلیوپراختیا ریاست په چوکاټ کې پرمستحقوکورنیودتېرو څو اوونیو په جریان کې ووېشل شوې ، ددې ریاست مسوولین وایي چې دغه مرستې هغه خلکو اوکورنیوته ورکول کیدې چې وړاندې یې په خپلوسیمو کې خامه سرکونه رغولي سربندونه ویالې یې پاکې کړي اویا یې دنوروعامه ځایونوپه جوړه ونه کې برخه اخیستې وې. دخوست دکلیو پراختیا ریاست ویاند امرالله هلال وایي چې دا پروګرام یې اوس دخوست په درواداري واحدوسربېره دخوست په دولسو ولسوالیوکې پیل کړی وو، چې پوره دوه میاشتې یې دوام وکړ. هلال وایي چې هرې کورنۍ ته دکارپه بدل کې بیلابیل خوراکي توکي ورکړل شول. هلال زیاتوي چې له دې وړاندې یې هم دخوست په بیلابیلوسیموکې دا ډول کارونه ترسره کړي چې ښه نتیجه یې هم ورکړي. دنوموړي په خبره چې پدې پروګرام کې سلګونه داسې کسانوته دکارکولو زمینه هم برابره شوې وه چې وړاندې په کلیواوکوڅوکې بیکاره ګرځیدل اوپه راتلوونکي کې به هم پدې کار سره سلګونه بیکاره کسانو ته دکارکولو زمینه مساعده کړي . دیادونې وړده چې په راتلوونکي کال کې به دکار په بدل کې دخوراکي توکو دویش کچه د۲۰۰۹کال په پرتله په ۲۰۱۰ کال کې څوبرابره لوړه شي او په سیمه کې کتوونکي پدې نظر که دکار په بدل كې دخوراکي توکودویش لړۍ همداسې دوام وکړي نو له یوې خوا به خلکو ته دکارکولو زمینه برابره شوې وي. اوبل به په سیمو کې هغه کارونه چې دترسره کېدواړتیا ورته لیدل کیږي ترسره شي.
|