دسپوږمۍ غورنۍ
سرپاڼه
دسپوږمۍ سرمقاله
کورني خبرونه
انتخابات
سياست، ټولنه، اقتصاد،پوهنه
دسپوږمۍ خبرې اترې
ساه پوهنه او روغتیا
تاريخ
ادبيات
شعرونه اونظمونه
فولکور
ژبپوهنه
دین او مذهب
هیښنده مالومات
کتابونه دریابونه
پيغامونه، لیکونه ، ویناوې
رحمان پېژندنه
مشهورې څېرې
مهم مالومات
اړیکې
دسپوږمۍ تګلاره
انځورونوزېرمتون
دسپوږمۍ همكاران
دافغانستان نوې کابینه
پښتو کې ستونزه لرئ
د انتخاباتو پر سر اندېښنې(وردګ) چاپ چاري برېښناليک
وردګ   
Wednesday, 06 January 2010

د انتخاباتوپه سراندېښنې دې په ژوره او هر اړخيزه توګه له منځه يوړل شي

په افغانستان كې د ګڼو سياسي ناندريو په څنګ كې پارلماني انتخبات بله هغه سياسي لوبه ده ،چې بايد افغان مشرتابه او ولس يې دنړيوالې ټولنې په پاخه ملاتړ په باثباته ،ولسواكه او داسې فضاكې ترسره كړي ،چې په لړ كې يې ولسواك نظام د تقنيني ارګان په ټاكلو سره بشپړشي .پارلماني انتخبات د اساسي قانون له مخې په راروان نوي لمريز كال كې تر سره كېږي او د ولسي جرګې د كار دوره د نوي كال د چنګاښ په لومړۍ پاى ته رسېږي ،بايد له دې نېټې وړاندې د دېرشو اوياهم  شپېتو ورځو په موده كې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي .خو د دغو انتخباتو په مخكې ګڼې ستونزې راپورته شوې دي ،يوشمېر بهرنيانو داسې هڅې پيل كړې ،چې ګنې دغه انتخبات دې تر سره نه شي ،د دې كار لپاره ګڼې پلمې رامخې ته كوي ،كله وايي ،چې امنيت نشته ،كله وايي ،چې پيسې نشته ،كله وايي ،چې يواكال دې نور هم وځنډول شي ،كله وايي ،چې وګړي نه دي حاضر ،چې په ټوليزه توګه پكې ګډون وكړي او دغه راز نورې پلمې هم په يو او بل نامه جوړوي ،خو هر څه ،چې وي موږ بايد نظام د اساسي قانون له خې پياوړى كړو او د ولسواك نظام د بشپړولو راز د اساسي قانو د حكمونو په پلي كولو كې نغښتى دى ،په همدې بنسټ حكومت سره له اوسه د پارلماني انتخباتو د تر سره كولو لپاره تيارى نيسي ،خو په مخ كې يې ګڼې ستونزې شته ،داستونزې د يوشمېر نړيوالو له خوا د جمهوري رياست د انتخباتو په څېر راپورته شوې دي او ورسره په څنګ كې يې د ولايتي شوراګانو د انتخباتو په اړه ناندرۍ هم دي ،چې اوس يې پايلو اندېښنې هم راپورته شوې دي ،څوك واي ،چې پكې درغلۍ شوې ،څوك يې د بياتر سره كېدو وړانديزونه كوي او څوك بيانور  داسې وړانديزونه لري ،چې په اوسنيو خورا ناامنو او كړكېچنو حالاتو كې يې منل ناشونى كار دى .

په هر حال ،كه موږ د انتخاباتو په اړه اندېښنو ته پام وكړو ،نو نوغي يې د انتخاباتو په خپلواك كمېسيون كې دي ،هلته يو شمېر كورني او بهرني داسې كسان پر دندو ګمارل شوي ،چې په لوى لاس ستونزې راپورته كوي او ناندريو ته امن وهي .همدې ته په كتو سره اوس په كابل كې د ملګرو ملتونو استازې ادارې يونما وړانديز كړى ،چې بايد د شفافيت د رامنځته كولو په موخه د انتخاباتو د كمېسيون غړي بدل او پرځاى يې داسې كسان وګمارل شي ،چې د ملي ګټو په پام كې نيولو سره كار وكړي ،دغې ادارې ويلي كه په نوموړي كمېسيون كې له سره تر پايه جدي بدلون رانه شي ،نو پكې د پارلماني انتخباتو روڼوالى ناشونى دى ،ګنې د نورو هغو په څېر به پكې ستونزې رامخې ته شي .په دې اړه د يونماوياند حليم صديق رسنيو ته ويلي : هغه اصلاحات چې موږ ورته په ټاکنيزو ادارو کې اړتيا وينو بايد له لوړو پوړو څخه پيل شي تر ټيټ پوړو پورې او بايد هغه کسان له واکه لري او يا بدل شي چې د جمهوري رياست د انتخاباتوې په درغليو کې يې لاس درلود او يا يې د خلکو له خوښې سره سم کار نه دی کړی ،موږ غواړو چې يو روڼ او عادل کمېسيون جوړ شي چې پارلماني انتخابات د جمهوري رياست د هغو په څېر له درغليو سره مله تر سره نه شي .د شفافيت په اړه بله اندېښنه د دغو انتخاباتو د ترسره كولو لپاره د بسپنې وركولو په سرهم ده ،په دې مانا،چې د انتخاباتو كمېسيون وايي ،چې يوسل اوشل مېليونو ډالرو ته اړتيالري ،چې پرې دغه انتخابات ترسره كړي ،خو د همدې كمېسيون نور غړي بيا له دې هم كمې پيسې يادوي ،چې ګنې په اتيامېليونو ډالرو ترسره كېداى شي ،چې د شپېتو مليونو ډالرو په شا اوخواكې له تېرو انتخاباتو ورپاتې هم دي ،خو ملګري ملتونه وايي ،چې دغه لګښت به هله وركوي ،چې په نوموړي كمېسيون كې شفافيت رامنځته شي .په دې اړه هم بايد ژورې پلټنې وشي ،چې په تېرو او بيا راروانو انتخاباتوكې څومره پيسې لګول شوې او څومره نورې خوړل شوې دي .دغو ټولو ناندريو ته په كتو سره نه يوازې بايد د انتخاباتو په كمېسيون كې ملي گټو ته ژمن كاركوونكي وګمارل شي ،بلكې له نورهغه دې محاكمه هم شي ،چې په تېرو انتخاباتو كې يې درغلي كړې وه او له ملي ګټو سره سم يې كار نه كاوه .

د ليكوال نورې ليكنې :

د فساد د مخنيوي پرلور بل ګام

       د لندن د غونډې طرحه به د افغان ولس له هيلو سره سمه جوړه شي

·         اتمر د باور راى ګټلو په درشل كې

·         د نوې كابينې تر ټولو غټ ،ملي او اخلاقي مسووليتونه

·         په ساړه ژمي كې د بېړنيو مرستو اړتيا

·         پاكستان كې د كډوالو ستونزې بنسټيز حل غواړي

·         دلته دعادي ناروغيو تشخيص هم نه شي كېداى

·         له طالبانوسره خبرې اترې، نړيوال ملاتړغواړي

·         دغصب مخه نيول دنوي حكومت لومړيتوب

·         له نېشه يي توكوسره مبارزه پياوړى هوډ غواړي

·         ولسمشر دې ملي ګټو ته ژمنه كابينه جوړه كړي

·         داداري فساد مخه نيول قاطعيت او نړيوال ملاتړ غواړي

·         بډاى هېوادونه بايددلوږې دنړيوال ناورين مخه ونيسي

·         هېوادته دې دبې كيفيته تېلومخه په بشپړه توګه ونيول شي

·         له ګېټس سره د ولس د هيلو له مخې د خبرو مهال

·         درسنيوفعاليتونه بايد د ژورنالېزم له ارزښتونوسره عياروي

 
||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکي برېښلیک پته

Designed By: www.spogmai.com
2008© Spogmai.com - All rights reserved
Email:spogmai09@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي

customisable counter