دسپوږمۍ غورنۍ
سرپاڼه
دسپوږمۍ سرمقاله
کورني خبرونه
انتخابات
سياست، ټولنه، اقتصاد،پوهنه
دسپوږمۍ خبرې اترې
ساه پوهنه او روغتیا
تاريخ
ادبيات
شعرونه اونظمونه
فولکور
ژبپوهنه
دین او مذهب
هیښنده مالومات
کتابونه دریابونه
پيغامونه، لیکونه ، ویناوې
رحمان پېژندنه
مشهورې څېرې
مهم مالومات
اړیکې
دسپوږمۍ تګلاره
انځورونوزېرمتون
دسپوږمۍ همكاران
دافغانستان نوې کابینه
پښتو کې ستونزه لرئ
درسنيوپه لاره كې پرتې ستونزې چاپ چاري برېښناليک
سپوږمۍ   
Thursday, 07 January 2010

زيارت (پنجشنبه)،۷ ۱ – ۲۰۱۰ ز = ۱۷– ۱۰– ۱۳۸۸ ل ل :
مطبوعات اورسنۍ  په يو هيوادكې    داردوپه څير دملا دتير حيثيت  لري   .څومر ه  چې  په يوه هيوادكې دمطبوعاتواورسنيو لپاره په رښتينې مانا ازادي  ،ارامه  اوسولييزه  فضا اودخپرونولپاره امكانات  موجود وي اوڅومره  چې ورته دكار زمينه برابره وي ،په هماغه اندازه  په هيوادكې دنيمګړتياوو دحل په برخه كې اودټولنې دپرمختګ  لپاره زمينه  برابريږي ...

زموږ  په  هيوادكې  له يوې خوا تردرولسيزو زيات  وخت كيږي  چې  جګړې روانې دي ا ودپرديو په لمسون اوهڅولوسره په خپلوكې سره وژنو، له بلې  خوا په هيوادكې  دكلونوكلونوله خوا دواكمنو له خوا دهغوى دخپلو ګټو په پام كې نيولوسره  دولسونوپه نيوكواودغه راز دمطبوعاتواورسنيو په  ازادى باندې بنديز لګيدلې  و.همدغه لامل  و چې زموږ په هيواد كې  دوروسته پاتې والي  لپاره  ډيره  زمينه برابره شوه  دخلكو په خوله  باندې بنديز لګدلى و او چا دخپلوسياسي اومدني ازاديولپاره كار نه شوكو لاى  .

دموقتي  دورې را په  دې خوا په هيوادكې دمطبوعاتو  دازادى لپاره كار وشو،ازادي وركړل شوه اوپه هيوادكې ددولتي ،تنظيمې اوازادو  ورځپاڼو ،جريدو، راديوګانو،سايتونواوتلويزيونونو لپاره زمينه  برابره شوه  اوپه دې برخه كې  په  چټكى  سره كارپيل شو. 

په دې خپرونوكې  ځينې  دولتي  ، ځينې تنظيمي او ځينې يې  ازادي اودولس تر خواخپرونې وې  چې هرې يوې ځانته  جلا پاليسي اوتګلاره   درلوده  .خوپه مجموع كې  ټولودهيواداوخلكوګټې منعكسولې اوپه دولت كې يې په نيمګړتياوونيوكې كولې .

په هيوادكې تر ۳۰۰ زياتې خپرونې په مركزاوولاياتوكې رامنځته شوې  ورځپاڼې  ،مجلې ، راديوګانې اوتلويزيونونه اوسايتونه رامنځته شول .

كه  چيرې  موږ دټولوخپرونوله كيفي  خواوونه تيرشواويوازې په كميت باندې نظرواچوو ويلاى شو چې  اوس په هيوادكې ډيرې په ټپه   ولاړې  دي   ددې لامل  دادى چې هره خپرونه  ځانته لګښتونه لري اوويې نه شوه كړاى چې  دخلكودغوښتنو اوهيلومطابق  وړاندې لاړ شي  په ډيره مينه اوشوق  يې كار پيل كړ،خودمالي نيمګړتياووله امله يې  كار په نيمايي لاره كې پاتي شو.

په هيوادكې نن سبا ډير لګښتونه    په بيلا بيلوخواووكې كېږ ي او زموږ  دهيوادوالو نيوكې  په هيواد كې بيلا بيلو خواووته اوښتي دي . دولت اوبهرنيان  زموږ په هيوادكې دبيا رغونې په بيلابيلوخواووكې مرستې كوي  خوز موږ  په هيوادكې  درسنيو  په نيمايي لاره كې  دپاتي كيدلوخواته متوجې نه دي  اودا هغه  نيمګړتيا ده   چې  زموږ خلك  په ذهني او فكري  لحاظ  وروسته پاتي كيږي  اوپه همدغه  وروسته پاتي  فكر  دپرديو په لوموكې لويږي  ،دغه لويدل يې دهيواداوخلكو دترقۍ په لاره كې  خنډونه رامنځته كوي .

 دكلتور وزارت نوى وزيربايد  له  رسنيو سره دمرستې په خاطر  پروګرام ولري اوزموږهغه رسنۍ  چې نومونه يې له  دو ى سره ثبت دي ،هغوى  ته  په مرسته سره خوځښت  و  ركړي  چې وكړاى  شي په خپله ټاكلې لاره كې  چې دخلكودخدمت لپاره يې ټاكلي وه  بېرته ېې  پرمخ يوسي

بله مهمه خبره  درسنيودازادۍ  په هكله  ده   په دې څوكلونوكې زموږ ډير ژورناليستان  په خپلوحقه ويناوو اوليكنوباندې  دمرګ تر كومې پورې ورسيدل  اودزوردخاوندانوله خوا ووهل شول اود ژورناليزم پاك مقام ته سپكاوى  وشو ،كه  چيرې په هيوادكې دزورخاوندان په خپل زور سره    دژورنالستانودازادۍ مخه ونيسي  اويوازې تش په نامه ازادي وركړي ، نوپه  داسې حالاتوكې دولسواكۍ هغه لاره  چې په مخكې مونيولې ده  ، په وړاندې يې پراته خنډونه لا زياتيږي اوموږ خپل هدف ته رسيدلى نه شو. په داسې حالاتوكې  دزور اوزرو خاوندان  په خپلواداري  فسادونوكې  دپخوا په څير لازيات ښكيل كيږي  اودفساد دښكاره كيدومخه  يې نه نيول كيږي  نوبايد دكلتورنوى وزير دهيواداوخلكو دګټوپه خاطر  له رسنيو سره د مرستې اودهغو دازادۍ لپاره كاروكړي چې په رسنيزډګر كې  ځان وځلوي اوپه  حقيقت كې به  د خلكوتر څنګ ودريږي .

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکي برېښلیک پته

Designed By: www.spogmai.com
2008© Spogmai.com - All rights reserved
Email:spogmai09@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي

customisable counter