|
له كوم وخت نه راپه دې خوا چې په هيوادكې دكډوالوپه نوم وزارت جوړشوى دى، له هغه وخت نه راپه دې خوا تراوسه پورې دولس هيلې چې ددې وزارت په باره يې درلودې پوره شوي نه دي . هيله داوه چې زموږ وزارت وكړاى شي په هيوادكې دكډوالولپاره داسې شرايط برابر كړي چې زموږ كډوال دګاونډيوهيوادونوله ظلم اوستم نه راخلاص شي اوپه خپل هيوادكې ورته دكاركولواوداستوګنې دكورونو لپار ه دنمرو دوركولو پرګرام راسم شي . داهيله خودلته له هيوادوالوسره وه اوهلته هم دكډواالوسره همداسې خپل هيوادته راتللوهيلې وي دغودواړو هيلو په مجموع كې ځينې ستونزې درلودې . يوه ستونزه داوه چې زموږ په هيوادكې خلكونه شواى كولاى چې په ګاونډيوهيوادونوكې له خپلوخپلوانوسره اړيكې پرې كړي اوله يوبل سره تګ راتګ ونه كړي اوورو وروسره پردې ،زموږ هيوادوال به دتګ په وخت كې په تش په نامه كرښواوسرحدونوكې له ستونزوسره مخ كيدل .په ګاونډيوهيوادونوكې هم كډوالوته ورته ستونزې وي اوله بلې خوا دنيولواوبندې كيدلوستونزې وي اوپه هغوى باندې دكارونو دبنديدومشكلات اونورې ځورونې وي اوتراوسه پورې دا ستونزې روانې دي . ددواړوخواووهيله داوه چې بيرته خپل هيواد ته راشي اوپه خپل هيوادكې كاروبارپيل كړي اوله عزت اوپت سره سم يومړى ډ وډۍ دخپلې كورنۍ لپاره پيداكړي . ډير هيوادوال راغلل خودلته يې دكورونولپاره وسه نه وه اوكاروبارنه و ،نوبيرته په خپله ليدلې لاره روان شول . د ځينووړانديزونه داسې وو چې بايد د هغوى لپاره داستوګنې نمرې وركړل شي .د هغوى وړانديزونه هم وواودلته هم زموږ خلكوداسې وړانديزونه كول . دكډوالو چارو وزارت وپتيله چې په مركزاوولايتونوكې دكډوالولپاره د استوګنې لپاره ښارګوټي جوړكړي اوداكار وشو خوداپوښتنه ونه شوه چې د ا نمرې چادچاپه نامه ترلاسه كړي ځينوهغوكسانو چې په ښارګوټوكې يې نمرې ترلاسه كړي دي ، هغوى وايي چې په دې نمرويې رشوت وركړى دى اوكه نه دوى ته دنمرودوركولو چانس ډير كمزورى و. دويمه داچې په داسې ښارګوټوكې داسې كسانونمرې ترلاسه كړي دي چې هغوى دواك خاوندان اوله پوره پيژندګلوى نه برخمن دي اوهريوپه ښارګوټي كې ډيرې نمرې ترلاسه كړي دي دغه رازدښارګوټي له شاوخوانه هم ځينو خلكو تشې خيمې راوړي دي اوپه ښارګوټي كې يې وهلي دي . داسې ښكاري چې په ښارګوټي كې زموږ دګدوالولپاره ډير لږ چانس موجود دى . كه چيرې زموږ په ښارګوټوكې همدغه حال روان وي اوپوښتنه نه وي اوپه هرښارګوټي كې نمرې دواسطووالاشي نوكډوال اواصلي مستحق كسان به بيرته پاتې شي اودزور خاونددان به يې بيرته په كرايوورته وركړي . همدااوس دكډوالوپه ښارګوټوكې دنمرو دپلورلو كاروبار روان دى اودبيوزلوكډوالوپه كيسه كې څوك نه دي . اوس چې نوى وزيرټاكل كيږي كه چيرې يې غم ونه خوري اوپه ښارګوټوكې ددغه اداري فساد لمنه ورټوله نه كړې ويلاى شو چې نوربه څوك په دې دولت باندې باورونه كړي اودغه راز به دولسمشر خبره هم سرته ونه رسيږي ،نوبايد نوى وزير ددغوښارګوتوپه هكله يوه نوې پلټنې وكړي اوپه دې فسادكې له ښكيلوكسانونه دګډوالوحق و اخلي اوپه مستحقوكسا نويې وسپاري . د ښاغلي ليكوال نورې ليكنې : · زموږ ډرامې او فلمې كيسې · بهرنيو چارو ته به څوك كانديد شي ؟ · د پارلمان په كارونو كې دنه لاسوهنې اړتيا · ويره ده چې زه به څنګه شم · د ولسواكه نظام پياوړتيا · نوې ژمنې به څنګه عملي شي ؟ · په هيوادكې ددويم تابعيت درلودونكودندې · ·د كابينې په منلوكې دولسي جرګې مسووليت · پارلمان بايد داځل پوره پام ولري · چاپېريال بايد موږ په خپله وساتو · په تقاعد شووافسرانو ظلم كيږي · ولسمشر بايد څنګه ملګري ولري؟ · سركونه كه پاركونه ؟ · له نړيوالو سره زموږ اړيكې · د حضرت محمد (ص) له ويناوو څخه · زموږ زياتره نيوكې يو اړخيزه دي · د كلتور كومه خوا ژر اغيزه كولاى شي؟ · په يوه خبره ټينګاربه څه ګټه ولري ؟ · قضايي چارې لا تقويې ته اړتيا لري
|