دسپوږمۍ غورنۍ
سرپاڼه
دسپوږمۍ سرمقاله
کورني خبرونه
انتخابات
سياست، ټولنه، اقتصاد،پوهنه
دسپوږمۍ خبرې اترې
ساه پوهنه او روغتیا
تاريخ
ادبيات
شعرونه اونظمونه
فولکور
ژبپوهنه
دین او مذهب
هیښنده مالومات
کتابونه دریابونه
پيغامونه، لیکونه ، ویناوې
رحمان پېژندنه
مشهورې څېرې
مهم مالومات
اړیکې
دسپوږمۍ تګلاره
انځورونوزېرمتون
دسپوږمۍ همكاران
دافغانستان نوې کابینه
پښتو کې ستونزه لرئ
د چاروافغاني كولو اړتيا (صابر) چاپ چاري برېښناليک
صابر   
Thursday, 07 January 2010

چارو افغاني كول او د ولس په خوښه سمون د نړيوالې ټولنې ځنډ نه منونكې دنده

د روان نظام له پيله افغان مشرتابه له نړيوالې ټولنې غوښتي ،چې خپل ټول فعاليتونه يې په افغانستان كې همغاړي كړي ،خو د اتو كلونو په تېرېدو سره هم دغه چاره په بشپړه توګه نه ده پلې شوې ،اوس هم په افغانستان كې نړيواله ټولنه په خپل سر چارې ترسره كوي ،چې ښې پايلې يې نه دي پرېښې .

سره له دې ،چې د دغو ناسمو پايلو په اړه نړيوال هم اندېښمن شوي دي ،خو له دې سره سره يې لاهم په چارو كې همغږي نه ليدل كېږي.په دې اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي بان كي مون هم اندېښنه ښكاره كړې او د ملګرو ملتونو د امنيت شوراته يې په نيويارك كې په يوه رپوټ كې ويلي ،چې په افغانستان كې وګړي له بد ژوند سره مخ او حالات لاپسې خرابېږي او غږ يې كړى ،چې د ناټو په مشرۍ نړيوال ځواكونه دې د سياسي او پرمختيايي كارونو د همغاړيتوب لپاره جګپوړي ملكي چارواكي وټاكي .د ملګرو ملتونو په رپوټ كې انتخبات ناندرييز ښودل شوي ،حكومت يې كمزورى بللى اوتاوتريخوالي يې مخ په ډېرېدو ښودلى ،چې ګنې خړه پړه فضا يې رامنځته كړې ده .د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز په هېواد كې اوسنۍ فضاكړكېچنه بللې او پر متحدينو يې غږ كړى ،چې د مركزي حكومت كلكه ننګه وكړي او پرنږدي ،چې يوځل بيا حكومت د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېږي .

كه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ښاغلي مون دغو اندېښنو ته پام وكړو ،نو څه ناڅه سمې اوګڼې نورې  ناسمې دي ،منو ،چې په هېواد كې سياسي كړكېچ شته ،ناندريز انتخبات تر سره شول او د راروانو پارلماني انتخباتو پر سر هم له يوشمېر بهرنيانو او كورنيو څېرو سره لانجې ر وانې دي ،خو كه د دغو ټولو لانجو او كړكېچنو حالاتو نوغي راوسپړل شي ،نو ټوله پړه يې پر نړيوالې ټولنې ده ،ځكه دوى د اتو كلونو په لړ كې له مركزي حكومت سره چارې په سمه او بشپړه توګه همغاړې نه كړې ،دوى د مركزي حكومت د پياوړي كولو لپاره پوره مرستې ونه كړې ،دوى په سمه توګه د ترهګر ۍ پروړاندې په بهركې مبارزه ونه كړه ،دوى د ترهګرۍ سرچينې وچې نه كړې او پرهغو بهرنيو هېوادونو يې زور رانه ووړ ،چې له ترهګرۍ سره مله دي ،دوى په پوره توګه هېواد ته د ترهګرو د راتلو مخه ونه نيوه ،دوى په خپل مهال كورني ځواكونه پياوړي او ونه روزل ،دوى د بيارغاونې چارې په سمه توګه ترسره نه كړې او نه يې هم په دې برخه كې له افغان حكومت او لس سره مشورې او پرېكړې وكړې او دغه راز نړيوالې ټولنې داسې چارې ترسره نه كړې ،چې هغه دې په پراخه توګه ولسي وګړو ته ګټه ورسوي ،خو په مركزي حكمت كې يې هغه څېرې ځاى پرځاى كړې او تكيه يې پرې وكړه ،چې له دې وړاندې يې ولس ته له تاوانه بل څه نه دي اړولي .د نړيوالې ټولنې د همداسې ناسم چلن په لړ كې اوس حالات كړكېچن شوي دي ،خو كه نړيواله ټولنه په بيړه چارې سمې نه كړي ،نو وېره ده ،چې له دې به هم حالات كړكېچن شي او بيابه يې د سمولو لپاره هڅې بې ګټې وي ،نو نړيواله ټولنه دې خپلې چارې سمې او له افغان حكومت سره همغاړې كړي .د ملګرو ملتونو سرمنشي بان كي مون ښه وړانديزونه هم د امنيت شورا ته يې په خپل رپوټ كې وړاندېزكړي ،چې بايد د وضعې د سمون لپاره د دوى متحدين او نړيواله ټولنه ګړندي ګامونه پورته كړي ،چې له دې نه يې يو د يوه ملكي جګپوړي چارواكي پر چارو ګمارل دي ،چې په افغانستان كې له بهرنيو ځواكونو سره كار وګړي .بل داچې د پرمختيايي چارو لپاره نوى جوړښت رامنځته شي ،چې ملګري ملتونه او افغان حكومت يې په ګډه پرمخ بوځي .د ښاغلي مون دا وړانديزونه پرځاى دي ،خو د پلي كولو لپاره يې هم بايد جدي وي ،مون بايد دغه سپارښتنې وځيري او د ښې پايلې د ترلاسه كولو لپاره يې هم سترګې په لاره وي ،نه داچې د نورو نړيوالو تړونونو په څېر يې بابېځه وګڼي او همداسې پاتې شي .ښه به داوي ،چې له دې وروسته نړيواله ټولنه په هېواد كې چارې افغاني كړي ،همغي رامنځته كړي ،په چارو كې د ولس په خوښه سمون راولي او روانو سياسي او كړكېچنو حالاتو ژر د پاى ټكى كېږدي او بهرنيان او نور پرېنږدي ،چې چارې د خپلو ګټو له مخې ګړكېچنې كړي .

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکي برېښلیک پته

Designed By: www.spogmai.com
2008© Spogmai.com - All rights reserved
Email:spogmai09@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي

customisable counter