دسپوږمۍ غورنۍ
سرپاڼه
دسپوږمۍ سرمقاله
کورني خبرونه
انتخابات
سياست، ټولنه، اقتصاد،پوهنه
دسپوږمۍ خبرې اترې
ساه پوهنه او روغتیا
تاريخ
ادبيات
شعرونه اونظمونه
فولکور
ژبپوهنه
دین او مذهب
هیښنده مالومات
کتابونه دریابونه
پيغامونه، لیکونه ، ویناوې
رحمان پېژندنه
مشهورې څېرې
مهم مالومات
اړیکې
دسپوږمۍ تګلاره
انځورونوزېرمتون
دسپوږمۍ همكاران
دافغانستان نوې کابینه
پښتو کې ستونزه لرئ
ايران له افغانستان سره دېرش ميلونه ډالر مرسته کوي چاپ چاري برېښناليک
سيدال خان   
Thursday, 07 January 2010

سپوږمۍ،كابل: د افغانستان دولتي خبري اژانس (باختر) ويلي چې  ايران به دمزارشريف ، کندهار او جلال اباد په ښارونوکې دښوونځيو د جوړولو لپاره ددېرشو ميلونو امريکايي ډالرو مرسته وکړي.

سرچينه وايي چې دغه ټکي په هغې کتنه کې څرگندشوي چې پرون  له غرمې وروسته دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت دسرپرست ډاکتر رنگين دادفر سپنتا اودايران دبهرنيو چارو وزارت دمالي اواداري مرستيال فرحي ترمنځ وشوه .

دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتواوخپرونو مديريت ويلي چې په دې کتنه کې ډاکترسپنتا په تيرو کلونو کې دافغانستان دبيا جوړولو په لاره کې دايران دمرستواودافغانو مهاجرينودکوربه توب له امله دمننې په ترڅ کې ددواړو مسلمانو وروڼوهېوادونو ترمنځ اړيکي دوستانه وبللې او ويې ويل، چې افغانستان اوايران لرغوني ديني اوفرهنگي پيوندونه لري .

 دغه راز فرحي ويلي، ددواړو اسلامي هيوادونو ترمنځ ددوستانه اړيکو په پام کې نيولو سره دايران داسلامي جمهوريت مقام يوفرمان صادركړى چې دهغه له مخې په ايران کې ميشت مهاجرافغانان کولاى شي ددغه هېواد په پوهنتونونو کې لوړې زده کړي وکړي.

ديادونې وړ ده چې ډاکترسپنتا په دې کتنه کې دلندن دکنفرانس اودهغو سيمه ييزو کنفرانسونو په اړوند چې ټاکل شوې، دافغانستان په باب به جوړشي ، معلومات ورکړل.

هېره دې نه وي، چې په دې وروستيو كې په ايران كې د افغانو كډوالو حالت يو ځل بيا د اندېښنې وړ ګرځېدلى دى.

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکي برېښلیک پته

Designed By: www.spogmai.com
2008© Spogmai.com - All rights reserved
Email:spogmai09@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي

customisable counter