|
ننګرهارکې دايتلافي ځواکونو لخو ا دماشومانو د وژنې په غبرګون ستر لاريون وشو دننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې دبهرنيو سرتېرو لخوا د وژل شوماشومانو په غبرګون يوسترلاريون ترشره شو. دغولاريونګرو داووه تنو متعليمينو ماشومانو جنازې په موټر و بار کړې وې او د روداتو ولسوالۍ څخه پلي د تورخم جلال آباد لوى سړک ته راووتل، دغه سړک يې دترافيکو پرمخ بند کړ او پلي مخ په جلال آباد ښار روان ول. په زرګونه قهرجنو لاريونګرودامريکا او افغان دولت په خلاف شعارونه ورکول او په لاره کې دولتي او غيردولتي لوحې او ودانۍ په ډبرو ويشتلې . قهرجنولاريونګرو پوليس او دپوليسوموټرې هم په ډبر و ويشتې. ديادولو وړده چې پرون سهار د روداتو ولسوالۍ حصارک ليسې پر متعلمينو ايتلافى ځواکونو لاسي بمونه اچولي . عينى شاهدانو سپوږمۍ ويب پاڼې ته وويل چى بهرنيو ځواکونو لومړى د ښوونځي ماشومانو ته بسکټ ور واچول کله چې ماشومان پر بسکټوراغونډشول نوله پاسه يې پرې لاس بمونو ورګزارکړل چې په پايله کې يو پوليس(١١) تنه ماشومان وژل شوي او تر (٣٠) زيات ژوبل دي . دسيمې هستوګن وايي چې (٧) تنه ماشومانو جسدونه له دوى سره دي او دڅلورو تنو مړي بهرنيو ځواکونو له ځان سره وړي دي . خو په دې اړه د روداتو ولسوال خورشيد خان د درې تنو ماشومانو او يو پوليس وژنه تاييد کړې ده.
|