دسپوږمۍ غورنۍ
سرپاڼه
دسپوږمۍ سرمقاله
کورني خبرونه
انتخابات
سياست، ټولنه، اقتصاد،پوهنه
دسپوږمۍ خبرې اترې
ساه پوهنه او روغتیا
تاريخ
ادبيات
شعرونه اونظمونه
فولکور
ژبپوهنه
دین او مذهب
هیښنده مالومات
کتابونه دریابونه
پيغامونه، لیکونه ، ویناوې
رحمان پېژندنه
مشهورې څېرې
مهم مالومات
اړیکې
دسپوږمۍ تګلاره
انځورونوزېرمتون
دسپوږمۍ همكاران
دافغانستان نوې کابینه
پښتو کې ستونزه لرئ
له اوښکو ډکې سترګې چا ته واړومه !!( غلام حضرت ) چاپ چاري برېښناليک
غلام حضرت ( شاکر ) – نړۍ اونيزه   
Thursday, 07 January 2010

له پاکستاني پوليسو د پښتنې  پېغلې فرياد !!

ځواب يې له ((  بشر نويد)) نه غواړم .

زما پښتون زما (( بشر نويد )) ! په احترام او عقيدت دې نماځم .

تا چې په (( وحدت )) کې غږ کړی : (( ماته غوږ شه )) ؛ نو ما ستا غږ د (( پښتون )) غږ بللی ، هغه پښتون چې په چا ننګه کوي.

هغه پښتون ، چې د چا وياړ ګاڼه شي.

 هغه پښتون ، چې هم شمله وي هم غيرت.

 هغه پښتون ، چې هم جذبه وي هم احساس.

 هغه پښتون ، چې پښتو يې له ايمان ، انسانولۍ ، حماسو او انسان ګټنې له ننګيال احساس سره مزج وي او چې کله ورته د (( پښتو )) اظهار وشي ؛ نو د مطلوبياتو يوه عظيمه دنيا يې د سترګو کسيو ته ودريږي.

 هغه پښتون،چې يوازې له بلوسګر سره په تور بريښ پوهيږي ، خو نور يې هر څوک په لمن کې د سکون او قرار احساس کولی شي ، هغه پښتون ، چې له ښکېلاک پرته هر چا ته دا ثابتولی شي ، چې جاغور يې خورا ستر، حوصله يې پراخه او اشفاق يې له بل هر چا نه مشر دی .

هغه پښتون چې سر يې ماتېدلی شي ، خو ټيټېدلی نه شي:

((د اسر ربه ! مات شوی خو ټيټ شوی چاته ندی

خو تاته يې پنځه وخته محراب کې راولم))

زما پښتون نويده ! زه ، چې د پښتون نامه تذکر کوم ؛ نو (( عجب خان )) په تصور کې راشي ، چې پښتون احساس يې په (( انګريزې )) مېرمنې د عزت (( پښتون )) پوړنی وغوړاوه ، د هغه پښتانه احساس همدا ايجابوله ، چې د انګريز بلوسګر قام د سر لوڅې مېرمنې په سر د عزت څادر وغوړوي ، هغې ته د پښتون کلچر پښتون لباس ور په تن کړي او دا تاثر ورکړي ، چې اې انګريزې مېرمنې ! ته د پښتانه قام په خوا کې محفوظه يې ، مصؤنه يې ، ستا ژوند محفوظ دی ، ستا وقار محفوظ دی او پښتون هغه قام دی ، چې د وره تر چوله هم د چا ناموس ته له کتونکي سترګې باسي . عجب خان پدغه احساس پښتون قام ګاټه ، د هغوی ننګيال تعامل ته يې د تاريخ په زرينو بابونو کې يو باب لټاوه . . . .

زما بشر نويد ! زه چې د پښتون نامه په انځاره  قلم خوځوم ، غوني مې زيږه شي ، ووېرېږم ، چې مبادا د شان له تعارف نه يې را ټيټ شم ، کمی زياتی رانه وشي او ( خدای مکړه ) د قلم پرداس مې يې په معرفت کې مجرم ثابت کړي.

ما ته (( د لر و بر پښتانه يو دي )) په خبره کې پښتون (( پښتون )) ښکاره شي ، اعزاز ورسره غوټه کړم ، درناوی ورسره ضميمه کړم او کورنی انتساب يې تر (( رحمان )) تر (( احمد شاه )) او (( خوشحال خان بابا )) پورې اوږد کړم هغه خوشال ، چې د حال او قال په ژبه يې همدغه کلمات نقش وو ، چې :

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم

د غزل بابا(( حمزه )) را ياد شي چې د نيايش په لپه کې له خپل  (رب)  نه د پښتون تفکر سوغات غواړي او د (( يثرب )) بادې سوال هم د افغان په پيمانه کې کوي :

زما زړه دې مسلمان وي

تفکر مې د پښتون کړه

او :

ما ته يثربي باده خاونده !

په ښاغلې پيمانه کې د افغان را

هغه د نوموړي قام د معراج حدونه تر هسک او د هسک تر مالک پورې غځولي وو او د ورختلو لپاره يې د پښتون تفکر زينه لټوله .

د  پښتون د معراج حدونو ته  د ارادت په تړاو کې زه ستا د پيغام ټکي ټکي ته غوږ ، غوږ پاتې شوی يم  لا چې د زړه په غوږونو مې اورېدلي او ستا د پيغام هر ((پښتون)) توری مې د احترام  په اوو جامو کې نغښتی او د زړه په بوخڅکۍ کې ساتلی دی .

ما ستا غږ د پښتانه بللی او بيا مې د عجب خان له ننګيال احساس سره غوټه کړی ، تا چې په زرو لاسونو زماد  ډبېدلي ، ځورېدلي قام عرضونه تر (( سر شاهي )) پورې رسولي او د هغوی په حال دې د قلم اوښکې څڅولې ، ما ستا د همغوکالمونو له هر ټکي سره خپلې او ښکې بدرګه کړې ، اودا تاثر مې پکې ليدلی ، چې د افغان روس ځپلي قام ترټلي حالت ژړولی يې او ستا د قلم رنګ ته يې د مهاجر د وينې رنګ ورکړی .

د مهاجر په غم کې ما ستا دردېدلی او لمبه لمبه احساس درک کړی ؛ ځکه خو زه ستا د قلم پيغام ته غوږ ، غوږ پاتې شوی يم ، خو دا ځلې زه په تا غږ کوم : ((  ماته غوږ شه ! ))

ګران نويد ! زه چې تاته څه ليکم زما د وطن پيغلې سلګۍ دي ، ساندې دي ، کريږي دي  او فريادونه !! زما قلم ته الفاظ نه راځې سلګۍ شي ؛ ځکه چې ستاو زما د حورو پېغلو په سلګيو ژاړم ، د هغوی په شکېدلي ګرېوان ژاړم ، چې څه يې د سره سامراج په منګولو کې پاتې شو ، څه يې د (( تور )) او څه يې هم زما د کوز پښتون پوليس په پښتنو ( ! ) منګولو کې تار تار شو !! زما د قلم ژبه ددغه پيغام په انځور کې ښايې د هنر ټکي کم ولري ، ښايي ستا د کالم په څېر رسا منتر او تصوير پکې ونه مومې ؛ خو ته زما د مهاجر قام او زما د وطن پېغلې ساندې او سلګۍ پکې ولټوه او د هغوی د وينو اوښکو نه د يوې اوښکې څرک پکې ولګوه ، د قلم په شونډو کې يې واخله ، خپلې وينې ورسره يو ځای او د قلم زړه له شيريانونو يې ستا د پښتنو چارواکو د زړه رګونو ته پمپ کړه، که ګوندې ((پښتانه )) شي ، وينه يې د عجب خان شي او د خپلو پښتنو مېرمنو د وينو اوښکې ورته اوښکي وښکاري .

زما بشر نويد ! زه چې دا  ګړۍ له تا سره په څه ګړېږم زما د پرهارژلي ناموس پرهرونه دي چې وينه نلري ، خو درد لري ، زما د ناموس په پرهرونو کې د هر بلوسګر توره ماته شوې ،د هر جارح د جارحيت يوه نښه پکې ده ، چې د درد هرې څړيکې يې له سترګو خوب  وړی ، د درد هره څړيکه يې د  زغم ده ؛ خو ستا په پښتون نظام کې ستا د پښتون عسکر د چاړه ژبې زخمونو يې د صبر کاسه لبريزه کړې ، فرياد ترې وځي ، چې دا دی زما قلم يې هم ورسره ځکه بدرګه کوي چې دا زما د پښتون خنجر زخمونه دي ، هغه پښتون چې موږ ترې د ټپونو د التيام په تمه يو :

د تېرې تورې ټپ به جوړ شي

د ورور د خولې زخم ناسور وژل کوينه

زما بشر نويده ! زما د قلم پدغې ماته ګوډه ژبه کې ستا د مها جرې خور تصوير ته ځير شه ، چې له تا سره د اوښکو په ژبه ګړيږي ، ته د هغې د شکېدلي ګريوان د اوښکو دانه دانه امېل وګوره چې ستا د جارح پوليس د ورغځېدلي لاس انځور پکې له ورايه ښکاري !!

پښتنې سترګې پرانيزه ، د هغې د سترګو له کاسونه څو څاڅکي اوښکې واخله او د خپل پښتون قلم له اوښکو سره يو ځای يې د چارواکو په مخ کې کيده .

زما بشر نويد ! په خپلو چارواکو غږ وکړه ، چې ستا په لمن سر توره پښتنه د پښتانه عزت پوړنی غواړي ، ته که ورته عجب خان جوړېدلی نه شې ؛ نو د خپل پوليس (( خاردار )) لاسونه خو ترې لنډکړه ، ستا پښتون ناموس د خپل شليدلي ګريوان لپاره ستا د الطاف ستن و تار غواړي او د ګريوان د هغو ټوټو غوښتنه هم کوي ، چې ستا د پښتون پوليس په منګولو کې پاتې دي !! .

پښتون بشر نويد ! ته زما د ژړولي ناموس اوښلنو سترګو  ته له خپلو چارواکو نه د مهربانۍ دسمال وغواړه او کنه پرې غږ وکړه ، چې دا د پښتون ناموس اوښکې دي ، چې له څاڅکو څاڅکو يې سيلاب جوړيږي او چې آهونه ورسره يو ځای شي ؛ نو توپان شي ! تا خو د هغوی د وينو ـ اوښکو سيلابونوپه پېچ و تاب کې وليدل ، چې د بلوسګرو بېړۍ څنګه ډوبې شوې او ددې هم شاهد يې چې آزار ځپلو مشرانو يې هم له آزار نه بازار، ونه موند !!

زما بشر نويد ! افغان ناموس خپل ناسور ټپ ته ستاسو له چارواکو نه د پښتنې پټۍ او پښتانه التيام تمه لري خپلو چارواکو ته ووايه ، چې له هغوی سره له (( پښتنې )) نسخې او (( پښتنې )) پټۍ نه کار واخلي ، ستاد پښتنې خور په شريانونو کې وينه نشته ځکه چې خپل وبل دواړو يې له وينو تغذيه کړې ! د هغې هيله داده ، چې د وينې وچ شهرګ له زبېښلو يې د وينو تږي پوليس خوله پورته کړي.

ښايي ته ووايې ، چې : (( که ورانه ده له تا نه ده )) او يا به زما د عرايضو رُخ (( پنجاب )) ته واړوې ، مسبب لوري به يې (( موږ )) او پنجات وګڼې زه پدې کې درسره سل په سلو کې موافق يم خو موږ د زعامت نه محروم يو موږ که زعامت درلودلی ،(( په موږ به نه راتله جوړه جوړه غمونه ))، په ما او تا کې د زعامت د نشتوالي خبره ده چې پنجاب د پښتون د تراټې اراده په پښتانه تمثيلوي او د پښتون د وهلو توره د پښتانه په لاس کې ورکوي :

(( رقيب راننوت په کور د پښتانه

خو دا کار يې هم  وکړلو په زور د پښتانه ))

زه ستاسو او ستا د پښتنو چارواکو پام د همدغو ټکو ژورو ته را اړوم ، چې ولې ستا ګرېوان ته زما او زما ګرېوان ته ستا لاسونه اوږده شي او د فرياد رُخ مو ولې پښتون ته (( لاچې يو وجود ته )) واوړي ،

(( ما په ما وژنې ، کا فر هنر دی

هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم . )).

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکي برېښلیک پته

Designed By: www.spogmai.com
2008© Spogmai.com - All rights reserved
Email:spogmai09@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي

customisable counter