|
په پښتو كې هم د ساز او سرود لپاره او هم د خوږو بدلو او شعرونو لپاره د سندرو كلمه راوړل كيږي،نو ځكه غواړو چې دا كمله له بېخه راوسپړو. او په معنى او جوړښت يې څېړنه وكړو او بيا تاسې ته د پښتو دوه زړې سندرې وښيو. زموږ د څېړنې او پلټنى له مخې د سندرې د كلمى ريښه او نيله ((سند،سن)) دي،سند يا سينا په اوستا كې د يو مارغه نوم دى،د باختر د آريه ؤ له عقيدې سره سم دې مارغه د ((سوما)) بوټى د پامير له غره څخه اوچت كړ او د افغانستان په ټولو غرونو لكه هندوكش،سپين غر او نورو كې يې وشينده.(۱) دغه شان په ساسنګريت كې هم د (سيئنه) په نامه د يو مارغه يادونه راغلې ده،په اوستا كې د هندوكش غر د اپارسين په نامه ذكر شوى دى. د دې نامه لفظي معنى دا ده ، د عقاب يا شاهين تر الوتلو اوچت غر. دا نوم په هندي كې د (سين) په پښتو كې د (شند،شندې) او په فارسي كې د شاهين په صورت تر اوسه موجود دى،په هندي كې د سين كلمه د فوځ او ژوند او قوت په معنى هم ترجمه شوېده چې دغه ټولې معنى ګانې د دغه مارغه سره لازمي دي ځكه چې شند يو قوي ښكاري مارغه دى،د تان سين لقب چې په هندوستان كې د اكبر پاچا د دربار يو ډېر زورور سندر غاړى تېر شوى دى،له دغې ريښې څخه اخېستل شوى دى ځكه چې دى د تال او سر شاهين ؤ،له دې نه مالومه شوه چې شين ،سينا،شاهين او (شيند،شينه،شيندى) دا ټول د يوه مارغه نومونه دي چې د افغانستان په غرونو كې يې د سوما بوټي شيندلي دي - هر كله چې د موسيقي او سندرو په پيدايښت كې د مارغانو افسانې يو قوي رنګ موندلى دى،لكه چې څوك يې د موسيقار او څوك يې د ققنس نومي مارغانو سره تړي،نو په دې اساس كېداى شي چې د سندرو كلمه د (شيند،سيند) له نامه سره تړلى وبولو. د سندرې په كلمه كې (ره)يو سفكس يعنې پسينه تورى دى لكه د ډغرې او ټكرې كلمې چې د ټك او ډغ له صوت څخه د (ره) په لګولو جوړ شوى دى. د قاموسونو له كتنې څخه څرګنديږي چې د (سيمرغ)نوم هم په اصل كې (سين مورو)دى - دا يو داسې مارغه وو چې سر او مښوكه يې د شاهين او څانګونه او وزرونه يې د تاوو په شان ؤ او يو دېر ښايسته او ښكلى مارغه ؤ. موږ د سندرې په كلمه كې ځينې نورې ريښې هم موندلاى شو لكه (سان،سام او سانګ)سان د صاف او روښانه په معنى راغلى دى،سام په ويدي ژبه كې د لحن او سرود معنى وركوي. لكه په سام ويد كې چې د موسيقي د علم معنى وركوي. سانګ په انګريزۍ كې د ساز غږولو معنى ښندي په پښتو كې د (ساندى)كلمه هم د دې ريښې سره اړه لري او په دې ټولو كلمو كې د صاف روښانه اوږد او آهنګ دار غږ معنى ګانې پرتې دي ساندې په پښتو كې د اوږدې غاړې راښكل دى چې اوس يوازې د غم او وير په وخت كې ويل كيږي سربېره په دې څېړنه د سندرې په كلمه كې د (سين او سيند)ريښه هم ليدلى كيږي ځكه چې د موسيقى او سندرو څپې هم د سيندونو او اوبو د څپو پشان مداوجزر او هسك او ټيټ لري او په روانۍ او رڼائۍ كې يې پوره شباهت موجود دى،له دې نه معلومه شوه چې د سندرې كلمه ډېره لرغونې او پخوانۍ ده او ريښه يې هماغه(سين،سيند)نومي مارغه ته رسيږي. له تازه او نوې څېړنې څخه معلوميږي چې (سند = سن = سم)د اتفاق او اتحاد په معنى دى،خوشحال خټك په دستار نامه كې وايي : ((د گبينه مچۍ هسې سند لري چې مير،سردار د روان وكيل وزير لري)).(۲) سن په سنتره او سنتور كې هم د اتحاد او اتفاق معنى وركوي يعنې متحدې ترازې او تارونه . ((سم)) په سمفونى كې د غږونو د تركيب او اتحاد معنى لري.په (سمندر)كې هم سم سام د مجموعې په معنى دى چې دغه كلمه په سنسگريت كې (سامودرا)ده يعنې د اوبو مجموعه - نو د دې معناګانو په لحاظ (سندره)هغه موزون كلام يا نغمه ده چې د الفاظو يا آهنګونو له تركيب ،اتفاق او يو والي څخه لاس ته راغلې وي. د سندرې د كلمې د لغوي څېړنې له مخې مالوميږي چې د پكهت ټبر ډېر پخوا د آهنګونو له تركيب څخه كار اخېست. او د اروپا د سمفونى ارګسترا ډول او طرز ورته مالوم ؤ. ولې چې كوم مفهوم چې دغه كلمه ښكاره كوي د (سندرې)په معنى كې هم پروت دى.
|