|
دکابل ښاردسړکونو دترميم کارپيل شو |
|
|
|
ګل خان
|
|
Thursday, 07 January 2010 |
|
كابل:كابل ښاروال انجينر محمد يونس نوانديش پرون رسنيو ته ويلي چې كابل ښاروالۍ د كابل ښار د سړكونو د ترميم كار پيل كړى دى. ده چې په يوه خبري ناسته كې خبرې کولې زياته کړه چې دکابل ښار دسړکونو وران حالت دى،دې ته اړکړ چې لومړى دښاردسړکونو په ترميم اقدام و کړي اوبيا دهغو پروژو په باره کې فکر وکړي چې کاريې نيمگړى پاتې دى. دده دڅرگندونو له مخې دښار دسړکونو دترميم کار په ٢٤ ساعتونو کې په دوو شفټونو کې ترسره کيږي. نوانديش دغه راز په کابل ښار کې دلسو تفريحي پارکونو دجوړولو خبر ورکړى او ويلي يې دي چې خصوصي سکتور به په موډرنومعيارونوسره دودانيواوتمځايونوجوړولو او دسړکونو اوکوڅو پخولوته وهڅوي. ده له فسادسره دمبارزې په اړوند وويل ( له مفسدينو سره بې رحمانه چلند کوم. ) اوزياته يې کړه کله چې خداى (ج ) په مفسد لعنت ويلى موږ هم بايد داسلام دمقدس دين دپيروانو په توگه پرهغوى رحم ونکړو. دا په داسې حال كې ده چې محمد يونس نو اندېش په كابل ښاروالۍ كې نوى، نوى په كار پيل كړى دى. ويل كيږي چې نوموړي ته په كابل ښاروالۍ كې لويه ننګونه ، له ادري درغلۍ سره مبارزه وي.
|