|
ډاكټرسيد محمد امين فاطمي استعفا وكړه |
|
|
|
زيارمل
|
|
Thursday, 07 January 2010 |
|
كابل:دعامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټرسيدمحمدامين فاطمي پرون له هغې وروسته چې د (گه وي) موسسې دمرستې دوه ويشتو ميلونو پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو سندونه او ددغه وزارت پنځه کلن کاري پلان يې لاسليک کړل، ددغه وزارت له مشرتابه پلاوي او کارکوونکوسره يې مخه ښه وکړه. رپوټونه وايي چې دغه مخه ښه ددغه وزارت دکارکوونکو دخپگان اوخواشينۍ په څپو کې شوېده. ويل كيږي چې ښاغلى فاطمي دځان په اړوند دخلکو داستازو دتصميم له امله ناخوښ برېښده. ده ويلي چې دملت داستازو دتصميم درناوى کوي خو زياته يې کړه(( نه غواړم بيا دکابينې دغړي په توگه پيشنهاد شم زه دهېواد له جمهور رييس څخه داغوښتنه لرم چې دغه شان ونه شي)) .
|