|
غزني : په ترافيكى پېښه كې د ملي اردو عسكر ووژل شو |
|
|
|
ارمان
|
|
Thursday, 07 January 2010 |
|
كابل:د افغانستان د دفاع وزارت د وياندمطبو عاتي دفتر رسنيو ته ويلي، چې پېښه هغه وخت را منځته شوه چې د٢٠٣ تندر قول اردو دپنځو تنو منسوبينو دسپرلۍ موټر پرون د يوې دندې له تر سره کولو وروسته دستنيدو په وخت کې دکابل_ کند هار د لويې لارې دغزني ښاردروضې دغاښي په سيمه کې له ٣٠٣ ډوله ملکي موټر سره ټکر و کړ. ويل شوي چې له دې امله دملي اردو دوه عسکر وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شويدي او دملکي موټر سپرليو ته زيان نه دى رسيدلى. دپېښې ټپيان رو غتون ته ليږدول شوي او تردرملنې لا ندې دي. د يو بل خبر له مخې په اروزگان ولايت كې د ٢٠٥ اتل قول ارد دڅلورمې لوا منسوبينو دترينکوټ ښار په شمال ختيځ كې دعملياتو په ترڅ كې د دولت د مخالفانوله پټنځاى څخه يو،دوه اتيا ملي متري توپ او اووه ماينونه ترلاسه کړيدي.
|