|
دموراوپلارحقونه پاتې برخه په حقيقت كې هره ښځه مور ده او هره مور ښځه،كه څوك د ښځو حقوقو ته احترام كوي په حقيقت كې يې د خپلې مور احترام ساتلى دى او كه څوك د مور زحمتونو كړاونو او هر ډول ستونزو ته ځير نه شي هېڅكله به د ښځو حقوق په ځاى نه كړاى شي. د ښځې كلمه يوه عمومي كلمه ده چې په كې د نارينه د ژوند ملګرې (عورته) مور،خور،لور،ترور،ورېندار،اينګور او داسې نور... شامل دي چې هر يو يې په خپل مقام كې خاص اهميت او عزت لري او هم د قدر وړ دي او كه چيري دا كلمه د يو مذكر نوم يا فرد سره وتړل شي بيا نو د عموميت څخه د خاص شكل غوره كوي مثلاً : (د فلانكي ښځه ((عورته)) چې په دې كې د ښځې عمومي مفهوم او معنى په عورته يا د ژوند په ملګرې باندې بدليږي. د خواښې او ننګور تر منځ مناسبات په اصل كې هر پلار زوى او هر زوى پلار كيږي،هر مور لور وه او هره لور مور كيږي.هر خسر زوم وه او هر زوم پلار كيږي. هره خواښې ننګور وه او هره ننګور خواښې كيږي او همدارنګه هر پلار خسر دى او هر خسر پلار دى. چې هر يو په خپل وخت او دوران كې خاص موقف او ځاى لري. نو ويلاى شو چې د انسان ژوند هغه آرټ دى چې په خپل درواني مرحله كې مختلف مسؤليتونه،وظايف او ځنيځيري اړيكې لري او هيڅوك نه شي كولاى چې په واحده توګه د ژوند چارې پر مخ بوځي. دا په ټولنيز ژوند كې انسانان د كورني ژوند مسؤليتونه په خپل نوبت سره تېر وي او كه څوك دې نقطې ته هم متوجه شي چې په ما هم د كورني ژوند بار ، موقف او نوبت راتلونكى دى نو بيا كورني جنجالونو او تريخوالي ته هېڅ ضرورت نه پيداكيږي او هر يو كولاى شي په خپل وخت او مقام كې مشخصو مسؤليتونو په مقابل كې مشخص درك او احساس ولري. كه چيرې زوى د پلار سره ،لور د مور سره،زوم د خسر سره،ننګور د خواښې سره او يا برعكس د دې جملو مناسب اړيكې ونه لري او د خپل موقف په اندازه مقابل لوري ته د احترام ټكى پر ځاى نه كړى په حقيقت كې يې مقابل لوري ته بې احترامي نه ده كړې بلكه خپل ځان ته يې د بې احترامۍ تخم كرلى دى ځكه كه يو څه ځير شي يا په دې دا مرحله راتلونكى ده او يا فعلاً هم په دې موقف كې قرار لري.
|