|
زيړګل چې د شين خالۍپه کــــليوالې حســــن اوسينګار زړه بايللی وه ، تل به يې د هغې په مينه کې کله کله ښکلې شعــــرونه اوپه زړه پورې کمپوزونه جوړول ،خوږې سندرې به يې زمزمه کولې اوښه شاعرانه طبعه ېې درلوده ، هغــــه د ټنګ ټکــــور سره ځانګــــړې مينه درلوده او دموسقي د آ لاتو په غږولو کې يې خاص مهارت درلود، ډير خوږ رباب او ستار ېې غږ اوه او په زړه پورې بګتۍ ، لوبې ، چار بيتې او غزلونه يې کمپوز کړې وې نو تــــل به په خوښــــیو ، اخــــترونو، نوی کال او دکلي په ښاديو کې ځوانان په حجره کې راټولیـــدل او د ټنګ ټکور او خوښي مراسم بــــه اجرا کيده ، زيړ ګل به ستار غږ اوه او د کلي د ناېي ځوی مــــيراجاني بــه د منګي او کاسې څخه داسې خوږ اواز پــورته کــــاوه چې شاو خوا د کلي ځوانان او د ساز او آ واز مينه والو به ښه خوند ترې اخيست٠ د زيړګل سندرې د هغه دزړه سندرې وې هـمدا وجه وه چې د هغه د ســــندرو مينه وال نه تنها د کلي اوسيدونکي بلکې په سيمې کې د زيړګل د نامه سره خلکو پیژند ګلوۍ لرله٠ زیړګل به کله کله لکه ګلا جان استاد امــسا په لاس کړه دستاراو منګي سره به يې داسې ښياسته لوبې ، بګتۍ او دګلا جان استاد پيښې کـــولې چې په رښتيا بـــه دټنګ ټکور نه ورسته د کليوالو روحيه بله او دخوښې احساس به د کلي په اوسيدونکو کې تر سترګو کيده ٠ شین خالۍ هم د زيړګل په مينه مسته او دزيړګل د پام او نظرد جلبولو لپاره خپل کليوالي سينګار ته خاصه پاملرنه لرله ،هغې دلښته په شان جــــګه ونه او د کوترې په شـــان د پنجو په څوکه تګ او رفتار در لود چې زیړګل به کله کله داسې ويل ٠ د کلی مینځ کې دپنجو په څوکوتله شين خالۍ لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ زيړګل چې دشين خالۍ دلارې تګ او دهغې کليوالې سینګار او نزاکتونوتراغيزې لاندی راغلی وه، خپل د سترګو ليدلی حال د اسې اظهار وه ٠ د سیخکوکتار یـــې جوړ وه د اوربلـه ځینې په یو نــــظریی زړګی ویوړه د ګــوګله ځینې په سرومنګلو یې لاس تیرکړه دکاکله ځینې په هر قدم کې لکه لښته ماتیده شين خالۍ لکه کــــوتره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ شين خالۍ به تل د خپلو همزولو سره ګدر ته تله او کورته به ېې د چښاک پاکې اوبه راوړلې نو چې کله به د اوبو راوړلو څخه فارغه شوه ،بيا به د خپلو خور لنډو سره په چکر شوه چې زيړګل به داسې زمزمه کوله ٠ خپلو هــــمزولو سره وتـــې په چکروه نه ښکلی موسم دپسرلي او مـــازیګر وه نه د پلو لاندې پــــټ کاتــــه یې په هنر وه نه د نجنومینځ کې لکه شمعه بلیده شين خالۍ لکه کوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ او په اخره کې زيړګل د خپلې مينې سندره داسې ختموله ٠ یو یې په غاړه سورکمیس ګل بخمل وه نه پــــه جګــــه پوزه د چارګل یې جلوبل وه نه دا خوشبویي چې په ګډا ترې د سنبل وه نه په افغاني لباس کې ښکلې ښکاریده شين خالۍ لکه کوتــــره مې د ورایـــه ولـــیده شــــين خالۍ ما هم د زيړ ګل د مينې ، ژوند ، هيلو او ارمانونو احساس راټول او په لاندينې سندريز شعری بڼه کې تاسو د شعر او ادب مينه والو ته ډالې کوم ٠ شين خالۍ د کلی مینځ کې دپنجوپه څوکوتله شين خالۍ لکـــه کــــوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ د سیخکوکتار یـــې جوړ وه د اوربلـه ځینې په یو نــــظریی زړګی ویوړه د ګــوګله ځینې په سرومنګلو یې لاس تیرکړه دکاکله ځینې په هر قدم کې لکه لښته ماتیده شين خالۍ لکه کــــوتره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ خپلو هــــمزولو سره وتـــې پــــه چکروه نه ښکلی موسم دپسرلي او مـــازیــــګر وه نه د پلو لاندې پــــټ کاتــــه یې په هنــــر وه نه د نجنومینځ کې لکه شمعه بلیده شين خالۍ لکه کوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ یو یې په غاړه سورکمیس ګل بخمل وه نه پــــه جګــــه پوزه د چارګل یې جلوبل وه نه دا خوشبویي چې په ګډا ترې د سنبل وه نه په افغاني لباس کې ښکلې ښکاریده شين خالۍ لکه کوتــــره مې د ورایـــه ولـــیده شــــين خالۍ سمیع الدین افغانی ۷/۱/۲۰۰۸
|