|
ولايتي ودانۍ كې چاودنې دخوست سرپرست والي ټپى كړ |
|
|
|
سيدال خان
|
|
Thursday, 07 January 2010 |
|
خوست: د افغانستان د خوست ولايت سرپرست والي طاهر خان صبرى له ځينو نورو چارواكو سره يو ځاى په هغې چاودنې كې ټپي شو، چې نن سهار د خوست ولايت د والي په ودانۍ كې رامنځته شوه. په خوست ولايت كې يو تن امنيتي چارواكي جنرال محمد نواب رسنيو ته ويلي چې ددغو كسانو ټپونو د اندېښنې وړ نه دي. رپوټونه وايي چې دغه چاودنه،د خوست ولايت په ودانۍ كې په داسې وخت كې رامنځته شوې ، چې ددغه ولايت سرپرست والي له رييسانو سره پر ولايتي اوونيزې غونډه بوخت وو.
|