|
روسيه :پرافغانستان د پخواني شوروي يرغل ته بايدبدونه وي |
|
|
|
ګل خان
|
|
Thursday, 07 January 2010 |
|
روسي چارواکي وايي چې دوی نورنه غواړي،پرافغانستان د پخواني شوروي اتحاد يرغل،چې دېرش کاله پخوا يې کړی وو، وغندل شي. دروسيې د بهرنيوچارو وزارت ويانداندري نيستيرنکو وويل : څرنګه چې پوهېږى دا اقدام زموږ د هيواد مشرتابه د يوه غيرقانوني اقدام په توګه غندلى وواو هغه يې د نړيوالو قانوني اصولوخلاف ګڼلى او همداراز يې د ډېر شمېرروسانو او افغانانو د وژل کېدو عامل بللی وو. ده وويل چې روسانو نه يوازې په افغانستان کې جګړه وکړه بلکې په افغانستان کې يې په ډېرو پرمختيايي کارونو کې برخه واخيسته . د روسيې د بهرنيوچارو د وزارت وياندادعا وکړه چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د حضور په کلونو کې د افغانانو د ژوندچارې عادي او نورمالې وې،خلکو کاردرلود او معاش يې ترلاسه کاوه،په بازار کې تجارت او کاروبار مخ په وده وو.
|