دسپوږمۍ غورنۍ
سرپاڼه
دسپوږمۍ سرمقاله
کورني خبرونه
انتخابات
سياست، ټولنه، اقتصاد،پوهنه
دسپوږمۍ خبرې اترې
ساه پوهنه او روغتیا
تاريخ
ادبيات
شعرونه اونظمونه
فولکور
ژبپوهنه
دین او مذهب
هیښنده مالومات
کتابونه دریابونه
پيغامونه، لیکونه ، ویناوې
رحمان پېژندنه
مشهورې څېرې
مهم مالومات
اړیکې
دسپوږمۍ تګلاره
انځورونوزېرمتون
دسپوږمۍ همكاران
دافغانستان نوې کابینه
پښتو کې ستونزه لرئ
دلنډن كنفرانس اودافغانانوهيلې چاپ چاري برېښناليک
Administrator   
Thursday, 07 January 2010

دراتلونكي زيږدي كال د لومړۍ مياشتې پر اته ويشتمه نېټه به دبريتانيې په پلازمېنه (لنډن) كې د افغانستان په اړه ځانګړى كنفرانس جوړ شي. د بريتانيې د باندنيو چارو د وزيرښاغلي ميليبينډ له خولې دغه كنفرانس ديوه پياوړي افغان حكومت  لپاره د سيمې او  په ټوليز ډول دنړۍ لپاره يو لوى چانس دى.په دغه كنفرانس كې به دملګرو ملتونو او ناټو د سرمنشيانو په ګډون،د نړۍ دكابو ۶۸ هېوادونو استازي ګډون وكړي.همداشان په دې كنفرانس كې به ۴۳ هغه هېوادونه چې په افغانستان كې عملا ښكېل دي هم برخه واخلي....

دا كنفرانس د خپل ډول يوډېر لوى او كليدي كنفرانس ګڼل كيږي چې هم نړۍ ته ډېر اهميت لري او هم افغانستان ته داهميت وړ دى.

دتهران ټايمز له مخې  ښاغلي ميليبنډ ددغه كنفرانس اصلي موخوته په دې ډول اشاره كړې ده:

ميليبنډويلي چې په افغانستان كې ترهرڅه زياته امنيت ته اړتياده. او په دې كنفرانس كې به هېوادونه افغانستان ته دنورو پوځيانو ليږل هم اعلان كړي.

 ميليبنډ ويلي چې هيله لري په دې كنفرانس كې به  افغانستان كې د نړيوالوترمنځ د پوځيانو دتعادل،همدغسې د افغانو پوځيانو د روزنې چې له ۹۰زره نه ، تر ۱۳۵ زره پورې او وروسته به تر ۱۷۵ زرو ته ورسول شي، هم خبرې وشي.

دويمه غټه موضوع به په دې كنفرانس كې داوي،چې ناټواوملګري يې له افغانستان نه دپوځيانودوېستلولپاره مهال وېش وټاكي او واك به افغانستان  ته وسپاري.ميليبنډ ويلي چې ښايي دا لړۍ به په ۲۰۱۰ زيږدي كال كې پيل شي.

په دې كنفرانس كې به دافغانستان لپاره پر نړيوال حمايت او مالي ملاتړ،بيارغونې،اقتصادي پرمختيااونوروموضوعاتو هم خبرې كيږي.

همداشان په دې كنفرانس كې به له ګاونډيانوسره دافغانستان پر اړيكوهم خبرې كيږي اودافغانستان اړوند مسايل به پكې څېړل كيږي.

په هرحال،داكنفرانس دافغانستان لپاره ډېر مهم دى.دنړۍ ډېر هېوادونه  پكې برخه اخلي او داسې ښكاري چې نړۍ به له افغانستان څخه د ځان د خلاصون لپاره دستونزو د هواري لپاره كوټلي ګامونه واخلي.

افغانوچارواكو  ته هم پكار دي،چې ددې كنفرانس لپاره پوره تيارى ونيسي، پوره ګټه ترې واخلي او نړيوال په دې قانع كړي چې په افغانستان كې دپوځيانو ډېرښت اوپوځي تګلارې په هيڅ ډول ستونځې نشي هوارولاى.

ديادونې وړ ده،چې په كنفرانس كې بايد افغان چارواكي نړيواله ټولنه  پر دې قانع كړاى شي،چې بيا له افغانستان سره مرستې وكړي او دا اندېښنې يې رفع كړي چې له افغانستان سره كېدونكې مرستې به بې ځايه نه ځي.

همداشان افغان حكومت بايد نړيواله ټولنه دې ته هواداره كړي چې په افغانستان كې له مرورو سره خبرې اترې ډېرې مهمې دي او بې له رښتينو خبرو اترو د افغانستان ستونځه هوارېدونكې نه ده.

په پاى كې بايد وويل شي چې دغه كنفرانس كې بايد هغه نيمګړتياوې اومشكلات  هم وڅېړل شي چې په تېره اته كلنه دوره كې دافغان دولت او نړيوالې ټولنې لخوا رامنځته  شويدي. لنډه په دې دا كنفرانس د افغانستان او نړيوالې ټولنې لپاره وروستۍ چانس ګڼل كيږي او هيله ده چې دا به د افغانستان ستونزې هوارې كړاى شي.

 
||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکي برېښلیک پته

Designed By: www.spogmai.com
2008© Spogmai.com - All rights reserved
Email:spogmai09@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي

customisable counter