|
د ملي شورا د شپاړسمې دورې د دویم کال غونډه پرانیستل شوه، جمهور رییس په دې غونډه کې تاریخي وینا وکړه، چې د غونډې دبرخه والو له خوا د لاسونو په پړکولو بدرګه شوه. ولسمشر د هېواد مهمو مسایلو ته اشاره وکړه په هیواد کې یې د سولې بهیر یو مهم او اړین اصل وباله او د سولې لپاره یې د افغان دولت د بشپړ چمتوالي په اړه خبرې وکړې، ولسمشر د هېواد د ثبات او امنیت د ښه والي لپاره د لېږد بهیر یو بریالی او کارنده ګام و باله. په همدې توګه نوموړي د هېواد سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو اونورو برخو کارونو ته اشاره وکړه او په دې اړه یې د تېرو شوو کارونو د رپوټ ترڅنګ د هېواد ملی شورا ته هم مهمې لارښوونې وکړې. |
|
بشپړ متن...
|